نجم: ځليدونکې ستوري….!

نهه کلن دور…
ليکنه: امرالله بهير
____
نجم د هيواد د دوکتورينو، ماسټرينو، ځوان کهول، کدرونو، عالمانو، معلمانو، محصلينو، متعلميونو يوه داسي ټولنه او اجماع ده چي په نننې عصر کې يې په دينې، ملې، عصرې، تربيتې، اخلاقې، اجتماعې، فرهنګې، او اقتصادې چارو په لاسته راوړونو کې ساری نه ليدل کيږي.
روزنه يې سالمه، هدف يې سپيڅلی، تګلاره يې روښانه ده.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ستره ذمه واري يې په غاړه اخيستي ده.
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 104]

وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
ژباړه: په تاسي کښي بايد څه خلك هرو مرو داسي وي چي د نېکۍ لوري ته بلنه وکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي. كوم خلك چي دا كار وکړي هماغوى به بريالي شي.

د شريعت، علميت، عمليت، قوليت، تنفيذيت په ګاڼه سمبال، د ديني او ملي احساس لرونکي، د أمت د وحدت، قوت، قيادت، عزت او عزمت لپاره مبارزه کوونکې، د رسالت او مسئوليت درک کوونکي، عملي کوونکي او نافذوونکې اشخاص دي.
له هر ډول تعصب، تبعيض؛ فروعي، فقهي، فکري، سمتي، قومي، ژبني، مذهبي، ګوندي اختلافاتو پاک، د عامه مصالحو د جلب او د مفاسدو ددفعي لپاره يې ځانونه نه دي سپمولي.
د خپل منلي عرف ممثلين او عاملين دي، د خپلي ټولني د چت واقعي او محکمې ستنې دي.
د ځپل شوي أمت د تغير إراده يې کړي ده.
[سُوۡرَةُ الرّعد : 11]

إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ
ژباړه: حقيقت دا دى چي الله د هیڅ قوم حالت نه بدلوي، تر څو پوري چي هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي.

دا ځوانان مفکرين، مبتکرين، په دنيوي چارو کې مجتهدين دي، هيڅکله يې د نورو په ستړياوو کې خپله هوسايې نه ده کتلي، بلکې د نورو په هوساينه کې يې زيار ويستی ده، ټولنه يې نيکې لاري ته رهنمايې کړي ده، تل يې ټولنه په خپل علم او زيار روښانه کړي ده.
له نفرتونو او بې ځايه مناظرو، مناقشو، مباحثو او منازعو يې أمت ساتلی دی، د ورورۍ او ميني فضاء يې غوړولي ده.
د ځوانۍ حق يې أداء کړی دی!
#نوټ: داټولنه، ځوانان تقدير کړئ، ملاتړ يې وکړئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د نيکو خلکو ملګرتيا او دوستي داسي ده لکه يو انسان چي د عطر پلورنکو سره ناسته ولاړه کوي، که چيري عطر وانخلي نو بيا هم د عطرو د خوشبويې څخه دده دماغ او ذهن تازه وي؛ او د بد انسان ملګرتيا مثال يې د اهنګر سره ورکړي ده، هلته که خپلي جامي د اور د بڅرکو څخه وهم ساتي نو بيا هم توروالی او د سکرو بد بوی به دده دماغ خامخا خراب کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: يد الله علی الجماعة
ژباړه: د الله تعالی نصرت د جماعت مؤمنانو له ډلي سره ده.
#زماتړاولهنجم_سره
زه د نجم له ارکانو سره د ولايتونو په سطحه د مسئولينو سره له زياتو کلونو راهيسي پيژنم او ورسره رابطه لرم، دوه کاله مخکې مې ګرشک ولسوالۍ کې د نجم د څآنګې د فعاليدو إراده وکړه، هغه وخت چي مؤمن حمزه حکيمي صیب د نجم افغانستان رئس وو، هغه راته زنګ ووهلو او په هلمند کې يې د نجم له مسئول ورور عبدالطيف منيري صېب سره په رابطه کې کړم کتابونه، مجلي او پاڼي يې راته وسپاري، متأسفانه چي يو لړ ستونزو مو مخه ونيول

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *