منځلاری دعوتګر!

منځلاری دعوتګر!!
د اسلامي هیوادونو حاکمان چې له عقیدې او اسلامي شریعت نه لرې پاتې شوي په اخلاقو ، تمدن او روح کې په بل چاپسې روان دي او ګمان کوي چې ګواکې د دوی ژوند ، عزت ، حاکمیت او د باد شاهۍ تختونه دا هر څه یواځې بل چا پسې تګ او مزدورۍ کې ورته پاتې کیدای شي !
ان تر دې چې دې ګمان ته هم رسیدلي چې ګواکې اسلام د دوی د هلاکت لامل دی حال دا چې یواځې همدا اسلام دی چې دوی پرې خوندي پاتې کیدای شي.
دوی په شعوري او یا غیرې شعوري توګه د کفري ټولنو سره لاس یو کړی او له اسلام ، مسلمانانو او اسلامي دعوتګرانو سره یې دښمني پیل کړې ده او د خپل دغه کار لپاره د هغو دعوتګرانو کړنلارې د دلیل په توګه وړاندې کوي چې اسلام یې په سمه توګه نه دی پیژندلی او په کړنلاره کې یې نیمګړتیاوې موجودې دي ترڅو په دې توګه د اسلام سره خپله دښمني توجیه کړي او هغه ظلم چې پر مسلمانانو او دعوتګرانو یې روان کړی یو غوره کار ثابت کړي او پر مسلمانانو باندې دخپلو ظلمونو د رواج کولو لپاره یې یوه وسیله و ګرځوي.
نو په همدې اساس نن ورځ مخلص دعوتګران سخته اړتیا لري تر څو خپلې روزنې او سمې لار ښوونې ته ډيره پاملرنه وکړي او خپل دښمنان وپېژني او هم هغه عوامل درک کړي کوم چې دا چارواکي د الهي دعوت دښمنۍ ته راکاږي او هغو خلکو ته خپل دعوت په سهي توګه وړاندې کړي چې دوۍ سره دوښمني کوي او د دعوت په حقیقت یې نه دي پوه شوي.
نو په دغه شان حساس وضعیت کې د نجم ځوانانو ته پکار ده چې خپل دعوت په خوار ماهرانه شکل وکړي ، د تیرو ترخو او خوږو تجربو څخه پوره زده کړه وکړي، خپله ټولنه ځانته رانیږدې کړي او دا مسلمان ولس د دین له اصلي فهم سره بلد کړي.
نجم باید خپل پیغام لکه د نورو ډلو په څير د خلاصون او فلاح یواځېنۍ پیغام ونه ګڼي بلکې د ټولو اسلامي جریانونو هر کلی کول ورته پکار دي، نه یواځې هر کلی بلکې د خیر په کارونو کې باید ورسره له بل هر چا ډير همکار و اوسي.
لکه په همدې چې مشهور دي
سره له دې چې د نجم ځوانان په دې عقیده دي چې فکر یې د افغانستان د ابادۍ لپاره بې بدیله دی خو بیا هم د نورو اسلامي جریانو نو هغه کړنې چې د دې اولس او خاورې د بقا لپاره یې تر سره کوي تاید وي او تر خپله وسه وسه همکاري هم وروسره کوي.
د نجم ځوان داسې نه دی روزل شوی چې د بل اسلامي جریان د غړي هغه کوچنۍ غلطي او ښویدنه ستر ګناهونه ګني او په هرڅای کې د هغه نظر شاذ بولې د هغه په سپکولو پسې یې راخیستي وي تر دې چې له اسلامي امت نه یې وباسي!!
خو کله چې بیا دی خپل نظر وړاندې کوي ، نو اسلام د تشدد او سختۍ د تورو تیارو لاندې پټوي او په ټولو احکامو کې هغه سخت سخت احکام رانیسي ، د خلکو ظاهر په باطن بانې د لیل نیسي له غټو مسائلو نه وړې او له وړو نه غټې مسئلې جوړوي بلاخره خبره مسلمانانو ته د لارښوونې او غیرې مسلمانانو ته د دعوت نه لاړه شي او د مسلمانانو تر منځ د دښمنۍ د راپیداکولو دعوت ترې جوړوي خلکو ته داسې ورښایي چې ګواکې یواځې هغه کس مسلمان دی چې د ده لیکونو او نظریاتو سره موافق وي او که داسې نظر ونه لري هغه جاهل ، بدعتي ، فاسق ، بې لارې او یا کافردی د اسلام نه هم وتلی العیاذ با لله بلکې د نجم ځوان د ټولو اسلامي جریانونو د ښو ګړنو تاید کوي او په دوامداره توګه همکارۍ ته هم ورسره چمتو وي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *