د نهاد جوانان مسلمان-نجم رهبري هیئت یو پلاوي د ا.ا.ا د ځوانانو چارو معینیت له معین الحاج مولوي صاحب فیض اللّٰه تمیم سره لیدنه ترسره کړه.htyh

د نهاد جوانان مسلمان-نجم رهبري هیئت یو پلاوي د ا.ا.ا د ځوانانو چارو معینیت له معین الحاج مولوي صاحب فیض اللّٰه تمیم سره لیدنه ترسره کړه.
نوموړې لیدنه چې د نهاد جوانان مسلمان-نجم د ټولنیزو فعالیتونو مسئول انجنیر علیم خان سعید په سرپرستۍ ترسره شوه، د نجم د اړیکو د څانګې مرستیال استاد عبدالله بشردوست او د نجم-کابل ولایتي ادارې غړو هم پکې برخه درلوده، ددې لیدنې په ترڅ ښاغلي انجنير علیم خان سعید ښاغلي مولوی صاحب تمیم ته د نوي او درانه مسئوليت د مبارکۍ ترڅنګ د اللّٰه جل جلاله له لوري د توفیق غوښتنه وکړه، همداراز ښاغلي سعید نجم معرفي کړ او په تیرو لسو کلونو کې یې د نجم په فعالیتونو او برنامو رڼا واچوله او په راتلونکي کې یې هم په ټول هیواد کې ځوان نسل ته د ځوانانو چارو معینیت سره په همغږۍ او مرسته د نورو اړینو روزنیزو، فرهنګي، علمي، ټولنیزو او دیني برنامو او پروګرامونو د ترسره کولو ژمنتيا وښوده.
د ا.ا.ا ځوانانو چارو معینیت معین الحاج مولوي صاحب فیض الله تمیم د نجم غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نجم له فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ډېره خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې زمونږ ټولنه همداسې مخلصو او ژمنو ځوانانو ته اړتیا لري.
ښاغلي مولوي صاحب تمیم وویل:
چې ځوانانو سره د رضاکاره کار او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې هر راز مرستې ته ژمن دی او د ځوانانو د مشکلاتو او ستونزو په حل کې به هم هلې ځلې کوي، همداراز ښاغلي تمیم هیله وښوده چې د نجم ټولنې غړي او عام ځوانان دې ورسره همکار او مرستندوی واوسي، ترڅو په راتلونکي کې ګډ کار کولو ته لار هواره شي او پرمخ لاړ شو.
۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ ۱۷
نهاد جوانان مسلمان-نجم
کابل-افغانستان

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *