نجم داسې هنداره چې د هېواد هر بچی په کې ځان کتلی شي

لیکونکی: بختي مشتاق په خوست کې د نجم رکن

د تېرو څلورو لسيزو تحولاتو او ناحوالو په درشل کې د نورو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، علمي او کلتوري ارزښتونو تر څنګ د هېواد ځوان کهول ملي او فکري يوالی هم له ګواښ سره مخ شو، ځوانان د مختلفو ډلو او مافيايي کړيو د ګټو ښکار وګرځيدل د سمتي ژبنيو او قومي تعصباتو لمن ورځ تر بلې په کې پراخه شوه چې په نتيجه کې هيڅ داسې واحد ملي فکر پاتې نشو چې د هېواد هر توکم ځوان په کې ساه واخلي او پر وړاندې يې پرتو ستونزو ته ځواب ووايي، ولې له نيکه مرغه پدې وروستی لسيزه کې د ځوانانو نجم ټولنې په نوم داسې هنداره را منځ ته شوه چې د هېواد هر بچی په کې ځان کتلی شي، چې واقعاً تر بل هر وخت په اوسنيو شرايطو کې دې ډول يو بې پرې ملي خوځښت ته اړتيا وه تر څو په هغه کې ځوانان راټول او په ګډه په هېواد کې شته ستونزو ته اوږه ورکړي او هېواد له موجوده ناحوالو څخه وژغوري.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *