د نجم کاروان !

لیکونکی: حضرت نبی نبی زاده

یواځې څو کاله وړاندې هغه وخت چې غوښتل مې خپله انرژي د افغان زوریدلي او اوږدو جګړو ځپلي ولس ته په خدمت مصرف کړم .

د ډيرو مدني ټولنو د دفترونو دروازې مې وټګولې او په دې لټه کې وم چې داسې ځای پیدا او کار پکې وکړم ترڅو خپلو هیلوته ځان ورسوم .

خو کله چې دوه کاله وړاندې نجم ته راغلم فکر مې نه کوه چې دا ستوري به د افغانستان په ځمکه ځلیږي ، کله کله مې په ځان د لیوني ګومان کاوه ، ډيرکله به د خیالونو په نړۍ ورک شوم او فکرونه به مې کول چې د دې ځوانانو دغه هڅي ریښتینې دي ؟ ایا دوی کولای شي چې دومره اوږدو چلینجونو ته ځانونه سپرکړي ، بیا به مې ویلې د ځوانۍ جذبه ده که ریښتینې هم وي نو کیدای شي یواځې یوڅو میاشتې به دوام وکړي …

خو الحمد الله چې دا هرڅه اوس خیال نه بلکې یو ریښتینی حقیقت دی .

نن د همدې ستور د رڼا واړنګې د افغانستان ګوټ ګوټ ته رسیدلي او په رڼا کې یې په سلګونه ځوانان ځانونه د نجات ساحیل ته رسوي.

په پای کې ټولو افغانانو ته د نجم د شپږمې کلیزې مبارکي وایم ، او خوښ یم چې د داسې یوه کاروان غړی یم .

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *