نجم مې شپږ کلن شو

لیکونکی: ابوحنیفه اسلامی

د نجم شپږمې کليزې په وياړ

پوره شپږ کاله کیږي چې نجم سره یو ځای شوی یمه، نجم می کور دی، او نجوم می کورنۍ ده،  د دتنهایی او یواځیتوب احساس می کله هم ندی کړی، که کابل کی یم، که ننګرهار که فراه که کندهار که پکتیا که هرات ….

لکه څنګه چې د نجم شعار داده چې داسی ځوانان روزی چې د ملی پرمختګ او په ټولنه کی د مثبت بدلون لامل شي، نو نجم دا رزده کړل چې سنګه ژوند وکړم، نجم راته خپل ژوند با ارزښته کړ، نجم دا رازده کړل چې خپل ملت او خپلې ټولنی سره اوږه په اوږه د ملی او اسلامي ارزښتونو په خاطر  ودریږم،  نجم دا رزده کړل چې چې خپل تحصیلات تر لوړو زده کړو ورسوم او په صنف کې تر ټولو موفقه اوسم، او نجم رازده کړل چې …

په نجم کې می داسی ځوانان ولیدل چې د خپل ملت سره په غم او خوښۍ کې سنګ په سنګ په لومړی لومړی صف کې ولاړ وي، داسی ځوانان مې ولیدل چې د خپل ملت لپاره د اوړی په ګرمۍ او د ژمی په یخنۍ کې  دهیوادوالو د هوساینو لپاره منډه او کوششونه کوي، داسې ځوانان می ولیدل چی شپه او ورځ د الله د رضا او دالله ددین د خپراوی لپاره کار کاوهو داسې ځوانان مې ولیدل چې…

د نجم کلیزه دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي .

نجم په افغانستان کې د ځوانانو د هیلو او ارمانونو ځلانده راتلونکی  .

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *