ټولنې په ځوانانو ارزول کېږي!
لیکونکی: رحیم الله حریفال
د نجم شپږمې کليزې په وياړ
په ختیځ په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ کې د ګڼو کړاوونو ترڅنګ, چې هیله او امید ورته کېږي, هغه د ځوانانو لوړه فیصدي ده.
د یوې شمېرنې پر بنسټ اوسمهال د لوېدیځې ټولنې 30 په 100 کې ځوانان تشکیلوي او په ختیځ کې بیا په 100 کې 70 سلنه ځوانان جوړوي.
همدا ځوانان دي, چې ټولنې او هېوادونه د بریا او هوساینې لوري ته بیایي او په خپلو مخلصانه هڅو سره د ټولنو برخلیک ټاکي.
له نیکمرغه په افغانستان کې د ځوانانو د زیاتو جریانو تر څنګ د مسلمان ځوانانو بنسټ ( نجم ) یو له هغو خوځښتونو څخه دی, چې د پیل په لومړنیو شپږو کلنو کې یې د جګړه ځپلي هېواد لپاره په پېلابېلو برخو کې ویاړمن فعالیتونه او کارونه تر سره کړي دي.
د نجم د لا ښېرازۍ په هیله!
رحیم الله حریفال
لیکوال او ژورنالست