نجم شپږ کلن شو!

د نجم شپږمې کليزې په وياړ

لیکونکی:زاهد جلالی

نجم شپږ کلن شو.دا يو ښه خبر دی خو ورسره يو د متوجه کولو پيغام هم لري. کلونه اوړي، عمر تېرېږي، دا شپږ کلونه به يو وختې شپېتو ته ورسېږي او د نجم اوسني ځوان بنسټګر به بوډاګان شي. دغه کلونه اوښتل او عمر ډېرېدل سوداګريزو شرکتونو ته اهميت لري، ځکه مشتريانو ته د دوی د تجربې د اوږدوالي او د کار د کره والي يو ثبوت کېدای شي. خو يوې فکري ډلې ته عمر اوښتل او کلونه ډېرېدل يو چلنج هم دی. ځکه پوښتنه مطرح کېږي چې څومره کار شوی او څومره کار بايد وشي. شوی کار څومره اغېزمن دی او راتلونکي کې څه ډول پرمختګ کېدای شي.

زما يادېږي، شپږ کاله مخکې، کله چې نجم تاسيس کېده هغه مهال زه ورته ډېر خوشبين او خوښ وم او لا هم يم. د دې لامل دا دی چې د ځوانانو دغسې يو ټولګی کې تنکيو ځوانانو ته مسؤوليتونه سپارل کېږي چې دا له يوې خوا دوی ته تجربه ورکوي او پخوي يې، او له بلې خوا يې پر ځان باور زياتېږي، چې دا د پرمختګ اولنی شرط دی. نجم ته ځکه خوشاله وم او يم چې ډېری ځوانان چې د بې سرنوشته پاتې کېدو خطر سره مخ دي او ښايي په دغه د فرصتونو نړۍ کې يې څوک ښکار کړي، دلته روزل کېږي له کتاب او قلم سره آشنا کېږي او لږ تر لږه يوه فکر سره بلدېږي او ګومان کوي چې يو څوک دی چې ټولنه کې اهميت لري.

نجم شپږ کلن شو. په شپږ کلنۍ کې يو ماشوم پر خپلو پښو درېدلی وي، خپله ډوډۍ خوري او هضمولای يې شي او له دې وروسته ورو ورو د خودکفايۍ پر لور ځي. نجم هم پر مور د اتکا له دغې يوې مرحلې تېر شو او اوس ورو ورو پر خپلو پښو روانېږي او بايد چې خپله خپل راتلونکی ترسيم کړي.

نجم ته د شپږ کلنۍ د مبارکۍ تر څنګ د دوی مخې ته شته چلنجونو ته هم متوجه کوم. هيله ده دوی هم راتلونکي کې د ظفر اسحاق انصاري، پروفيسر خورشيد، ډاکټر انيس او عمر چاپرا په څېر شخصيتونه ټولنې ته وړاندې کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *