نجم د روڼتیا پنځه کلن کاروان!

هلته چې د وطن ځوان نسل ځان او ولس د جګړو، استعمار، فقر، بې علمۍ او بې کارۍ په ګورت کې پریوتی، ناهیلې سربداله او لالهانده لیده، (نجم) پنځه کاله وړاندې د ګران هیواد د کړاوونو په تیاره افق کې څرک وهل او لکه د سهار په څېر یې د و طن د تنکي نسل په مخ د رڼا پلوشې شیندلې!

د علم او پوهې پلوشې، د خپل ولس په درد کې د منډو ترړو پلوشې، د خدمت او محنت پلوشې، د کار او زیار پلوشې، او پرمختګ، ترقۍ او ودانۍ پلوشې!

هیواد والو ولیدل چې (نجم) څرنګه تېر کال د هیواد لرو بر، له نورستانه تر نیمروزه او له خوسته تر بدخشانه د جګړو او ویرونو تورتم ماحول د علمي سیالیو په لار اچولو سره په نوي، علمي، متمدن او رنګین رنګ رنګ کړی و!

په رښتیا چې ( نجم ) د هیواد په دې تیاره پړاو کې د (ستورو) کار ترسره کړ !

زمونږ د هیواد په افق کې (نجم) څو ځانګړتیاوې لري:

اسلامي مرجعیت یې تیګه او بنست جوړ کړی دی. د هیواد او ولس استقلال، وحدت، خدمت او پرمختګ یې موخه او هدف ټاکلی دی.

اخلاق، علم او تخنیک یې وسایل او اسباب ګرځولي دي. ناپوهي، بې سوادي، تعصب او بې اتفاقي یې دښمن پېژندلی دی.

د لوی الله مرسته، هیله مندي، د افغان زلمیانو د مټو زور او نیک تفاول یې خپله اسره نیولې ده.

د انجیوګانو او پردیو مؤسساتو په ډالرو نه، رضاکارانه فرهنګ یې خپل کړی دی.

او د سپیڅلي ایمان او پاکو زړونو څښتن ځوانان یې د دې ستر رسالت حاملین جوړ کړي دي.

انهم فتیة آمنوا بربهم و زدناهم هدی… په رښتیا چې (نجم) زمونږ د نسل د نن او سبا د افق ستوري دي.

رڼه او ځلانده د وي دغه د روښنایۍ، هدفمندۍ او هیلو قافله!

محمد مزمل اسلامي

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *