د نجم لاسته راوړنې ستایم

نجم په یو حساس پړاو کې د افغان ځوانانو د ذهني او روحي روزنې کار ته اوږه ورکړې ده.

 په تیرو پنځو کلونو کې یې د خپلو پراخو فعالیتونو له لارې ځوانانو ته د اسلام د اصیل پیغام په اړه پوهاوی ورکړی، په هغوی کې یې ملي روحیه پیاوړې کړې، د هیواد پالنې، زغم او ښه ښاریتوب په اړه یې هڅولي او منظم کړي دي او د ټولنیز سمون، پرمختیا، بشري حقونو، چاپېریال ساتنې او یوې سالمې جامعې د رامنځ ته کولو په موخه یې مدني فعالیتونه ترسره کړي،‌علمي غونډې او سیالۍ یې په لاره اچولي او د روزنیزو حلقو تر څنګ یې علمي سفرونه، ورزشي پروګرامونه او نور فعالیتونه ترسره کړي دي. ‌

زه یې د لاسته راوړنو د ستایني تر څنګ ورته د پنځه کلن بریالي یون مبارکي وایم او په راتلونکي کي ورته د لا نورې غوړېدا هیله کوم.

 ډاکټر حمدالله محب
په امریکا کي د افغانستان سفیر

3 دیدگاه برای «د نجم لاسته راوړنې ستایم»

  • مارس 13, 2017 در t 12:36 ب.ظ
    Permalink

    نجم د افغانان ځوانانو هغه ارمان پوره کړئ چې ، يو دينداره مسلمان يو ښه افغان هم کيدائ سي او دا يې د خپلو بشري او روزنيز خدمتونو په لړ کي په ثبوت هم ورسول. پخوا به يو داسي باطل ګومان موجود وو چې اسلامپالي ځوانان په ملي چارو کي لکه څنګه چې ښايې، هغومره فعاله نه دي خو د نجم فعاليتونو ته په کتلو سره دا ثابته سوه چې د هيواد او د امت غم تر هر چا ډير د نجم سره دئ او ځآن يې د خدمت پورړوړى ګڼي.

    نجم ته د خپلو تيرو برياليو کړونو مبارکي وايم، الله جل جلاله څخه ورته د خير عوض غواړم او د راتلونکي لپاره مي غوښتنه داده چې په لوى کندهار کي د نورو ولايتونو په شان خپل فعاليتونه ډير کړي او د ځوانانو پر سالمه (اسلامي او ملي) فکري روزنه باندي نور هم کار وکړي.

    پاسخ دادن
  • مارس 16, 2017 در t 1:42 ق.ظ
    Permalink

    ستا سو کارونه در ستاینی ور دی الله ج مو کامیاب لره

    پاسخ دادن
  • مارس 18, 2017 در t 4:15 ق.ظ
    Permalink

    د افغانستان د ځوانانو د پیاوړلو کولو او لوړو پوړونو ته د رسولو یوه لاره همدا هڅه ونه او تشویشق دی.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *