د نجم نوی فصل

پنځه کاله وړاندې نجم تاسیس شو. هغه وخت نجم ډیر کوچنی و خو لرلید ښکاره او پراخه. پنځه کلونو کې ټول افغانستان نجم وپیژنده. زرګونه ځوانان لدې کار سره یو ځای شول او لس ګونه زرو نورو ته یې ګټه ورسیده. نجم، افغانستان کې د ځوانانو تر ټولو ستر اسلامي جریان شو.

نجم د پنځه کلن یون په ترڅ کې هیواد ته د ځوانانو بیلګه نسل وړاندې کړ؛ د مطالعې، رضاکار فعالیت او سرښندنې نسل. نجم ځوانانو کې انقلابي هوډ ژوندی کړ خو لاسونو کې یې کتاب واخیست. د نجم ځوانانو د ورزش میدانونه د خیر په محفلونو بدل کړل، له ولس سره په همدردي که له هر چا مخکې شول او مینې او ادب یې په ولس کې د وروري تخمونه وشیندل. د نجم په بیلګه نسل له ورایه سترګې یخیږي او ریښتیني کوښښونه یې د روښانه سبا هیلې زیږوي. له وطن سره د دې نسل مینه او تړاو له وطن او وطني ارزښتونو د ساتنې او دفاع ډاډ ورکوي.

دا نسل د نورو له پرمختګ وړاندې د ځاني ودې لپاره کار کوي او له جوګه توب وروسته د ټولو ځوانانو په اړوند خپل دیني او ملي مسئولیت ادا کولو ته مټې نغاړي.

نجم نړۍ ته د افغانستان نوی انځور وړاندې کړ چې له جګړې او تاوتریخوالي سره یې هیڅ اړیکه نشته. د سولې انځور، د پوهې انځور، د (ښځې او نر) برابرۍ انځور، د نظم انځور، د خدمت انځور، د سرښندنې او اخلاص انځور، د مینې او همدردي انځور، د خوندیتوب انځور او د هوسا راتلونکي انځور. نوي تصویر کې د هیواد جوړولو ژمنتیا له ورایه بریښیږي. د ځوانانو په ځان باور، د نورو ځوانانو د وړتیاوو لوړولو تلوسه او د ځوان نسل د پوهاوی لوړولو اندیښنه د نوي تصویر داسې ځانګړنې وې چې په زړونو کې یې هیلې وټوکولې.

نجم د ځوان نسل تر منځ د کاري او رهبري قیادتونو اوږدمهاله تشه ډکه کړه او ټولنې ته یې د تفکر او منډې ترړې نمونې وروپیژندلې. د نجم مشرتابه ځوانانو ته هر دم کې د زیرکي او ویښتابه درسونه ورکړل او منسوبینو د سم اطاعت او سرتیرو هلو ځلو له لارې د ولس خدمت کې وخت، مال او استعدادونه زار کړل.

نجم د افغانستان د اوږدمهاله بیارغونې لپاره منظم او تدریجي ګامونه اخلي او پدې لار کې د الله جل جلاله په مرسته او د ولس او ټولنې په ملاتړ تکیه کوي. د نجم ستراتیژیک فکر او ګام په ګام پرمختګ دا ډاډ ورکوي چې پدې لار کې کوښښونه به رنګ راوړي او نجم به په راتلونکو کلونو کې د یو ملي، خپلواکه او بې طرفه کتلې په توګه د ولس او ټولنې په اړه پریکړو کې د پام وړ ونډه لري.

د نجم یون تر همدې دمه لنډ ندی. د نجم د ځوانانو هوښیارې او ګام په ګام هڅې به د سبا لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ولري. د ولس د نن ورځې خیالونه به د نجم ځوانان د سبا ورځې واقعیتونه کړي او د ستورو دا هڅاند کاروان به لا پراخه شي او رڼا به یې د هیواد هر کور ته ورسیږي. ښوونځي، پوهنتونونه او تعلیمي مرکزونه به د نجم د کار اصلي میدانونه شي. په پایله کې به د هر کور مشر او کشر لدې کاروان سره ودریږي او د هیواد د جوړیدو لپاره به د مینې او وروري لاسونه ورکړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *