د تروږمیو ځلانده نجم، پنځه کلن شو

دري کاله وړاندې په ښکلي او همیشه بهار ننګرهار کې د نجم د غړو کلنۍ غونډه وه. زه یې د یو وینا لپاره بللی وم چې د رسنیو په ارزښت وغږیږم او پدې خبره وکړم چې ځوانان څنګه کولای شي په عادي رسنیو کې او خواله رسنیو یا سوشل میډیا کې فعال ګډون ولري او خپل پیغام نورو ته ورسوي. زه د خپلې وینا څخه شل دقیقې مخې ته ورسیدم، پدغه مهال کې د نجم د مشرانو محاسبه روانه وه. په تالار کې ځوانان چې د افغانستان د مختلفو ولایاتو نه راغلي ول؛ چا په دري خبرې کولې، چا په پښتو، څوک د طب محصل وو، څوک د انجینرۍ، نور پکې د اقتصاد، جامعه شناسۍ، سیاست، ادبیات او وغیره محصلین ول. دغو ځوانانو د خپلو ولایاتو استازیتوب کوه او اوس دا موقع په لاس ورغلې وه چې د نجم مرکزي اداري مشرانو باندې نقد وکړي، پوښتنې ترینه وکړي، نیمکړتیاوې ورته په ګوته وکړي. د نجم مشران د ټولو په مخکې د سټیج پر سر موجود ول او د افغانستان د ګوډ ګوډ نه د راغلیو ځوانانو پوښتنو او نیوکو ته یې په ورین تندي ځوابونه ورکول. دلته مشر کشر وو، او کشرانو د مشرانو په کړنو باندې نیوکې کولي.

خدای شته چې دا صحنه را باندې ډیره ښه ولګیده، افغانستان کې د څلویښت کاله مسلسل جنګ، وژنو، ظلم، وحشت او وینې تویدنې د ویریدونکي مزل نه وروسته، دا ډول صحنې چې ځوانان پکې د افغانستان د زخمونو د مرهم کولو لپاره را ټولیږي او دا کار خپله دیني او ملي دنده ګڼې، ډیرې هیلې له ځانه سره لري. نجم اوس د افغانستان په دیرشو ولایاتو کې شتون لري او مختلف دیني، علمي، کلتوري، ټولنیز او سپورتي برنامې مخې ته وړي. نجم د معارف ستوري سیالۍ په ټول هیواد کې ترسره کړه. په زرګونو پیغلو او ځوانانو پکې برخه واخیسته، د سیالۍ موخه دا وه چې د افغانستان ځوان نسل پوهنې او مطالعې ته وهڅوي. نجم پدې باور لري چې د علم په ګاڼه سمبال ځوان نسل د افغانستان ستونزې حل کولای شي. د کابل مارتهن ځغاستې سیالۍ سلګونه ځوانان تشویق کړل چې د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ باندې د کابل په واټونونو کې د سولې د غږ لپاره ځغاسته وکړي.

په نجم کې تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د افغانستان تیر تاریخ نه زده کړه کوي، خو د بحث موضوع یې نه ګرځوي او نه پرې ځوانانو منځ کې ډلې ټپلي جوړوي. نجم دې نتیجې ته رسیدلی چې تیرو شخړو باندې د ځوانانو بوختول د افغانستان سترې سرمایې، چې ځوان نسل دی او د افغانستان د نفوس ۶۵٪ تشکیلوي، سره یو خیانت دی. د افغانستان د ځوان نسل ذهن باید راتلونکي ته متوجه وي چې افغانستان ته څه ډول پرمختګ ورکوي، څه ډول د فقر او غربت ستونزو ته یې حل لارې په ګوته کوي، د ساینس او ټیکنالوژۍ په ډګر کې د افغانستان ځوان نسل څنګه تربیه کولای شي چې اینده کې لاسته راوړنې ولري. دا هغه موخې دي‌ چې د نجم ځوانان په ټول افغانستان کې پرې کار کوي.

که د نجم هرې غونډې ته لاړ شي، هلته به وګوري چې د مجاهد زوی، د کمونست د زوی سره یو ځای کار کوي. د سلفي زوی د دیوبندي د زوی سره یو ځای پلان جوړوي. د جمعیتي زوی د حزبي او نشلنسټ زامنو سره یو ځای د سیرت او معارف سیالۍ په کمپاین کې بوخت دي. دا د فکرونو، نظریو او ایډیالوژیو دیوالونه چې خلکو ته نه ماتیدونکي ښکاره کیدل، نجم په عمل کې ثابته کړه چې نه یوازې ماتیدونکي دي، بلکې د افغانستان ځوان نسل لپاره اولویت ندی چې یوازې د سر ماغزه په بحث مصرف کړي او کومه نتیجه پرې مرتبه نشي؛ نجم د شریک او ګډ افغانستان لپاره ځوان نسل هڅوي چې رغنده فکر ولري او ټولو افغانانو ته د خدمت لامل وګرځي.

د افغانستان په ځوانانو باندې غږ کوم چې نجم سره پدې ارزښتمن یون کې شریک شي، همکاري دي ورسره وکړي، د نجم برنامو کې دي برخه واخلي، یوازې د دې لپاره چې افغانستان مو ګډ کور دی او باید په شریکه یې جوړ کړو، او د پرمختللي افغانستان خوب په رښتیا کې لیدل یوازې د هوډمنو ځوانانو په مټ ترلاسه کیدلای شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *