د رڼا ستوري

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم، اما بعد فاعوذبالله من الشیطن الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم: قال الله تعالی فی محکم کتابه و هو اصدق القایلین: و علمت و بالنحم هم یهتدون. و قال الله تعالی فی موضع اخر: انهم فتیة امنوا بربهم و زدنهم هدی. و قال تعالی فی موضع اخر: قالو سمعنا فتی یذکرهم یقال له ابراهیم. صدق الله العظیم.

     له هر څه وړاندې د افغانستان ځوریدلي ملت ته د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د جوړیدو د پنځم کال د رارسیدو له امله مبارکي وایم، او د الله تعالی جل جلاله څخه د دغه زخمي ملت د ټپونو د جوړیدو دعا د دغه مسلمانو ځوانانو په لاسونو کوم.

محترمو لوستونکو!

     د نجم نوم که تجزیه کړو نو د (نهاد جوانان مسلمان) د کلماتو اختصار دی، چې د ټولنې د ارزوګانو سترګې ګڼل کیږي. هغه سرمایه چې خپلو او پردو ورته سترګې نیولي دي تر څو دا سرمایه د خپل ځان کړي. همدارنګه که د نجم کلیمه په يو ځايي ډول مطالعه کړو نو د ستوري په مانا دی چې د نړۍ او د کایناتو په نظام کې خاص مقام او مادي او معنوي ګټې لري. لکه د مثال په ډول الله تعالی جل جلاله فرمايي: ولقد زینا السماء الدنیا بمصابیح و جعلنها رجوما للشیطین و اعتدنا لهم عذاب السعیر.الله تعالی جل جلاله فرمايي چې د دنیا اسمان مې د ستورو پواسطه ښکلې کړی دی، او دغه ستوري مې د شیطان لپاره ویشتونکي ګرځولي دي، او د هغوی لپاره مې د جهنم عذاب تیار کړی دی.

     له یوې خوا د کایناتو ښکلا او د بله اړخه د شیطانانو او طواغیتو رجم او ویشتل دوه لوی صفتونه دي چې الله تعالی جل جلاله په ستورو کې ایښې دی. د بله اړخه الله تعالی جل جلاله دغه ستورو ته د لارښوونې وسیله او علامه ویلې ده، او فرمايي چې: وعلمت و بالنجم هم یهتدون. یعنی د الله تعالی جل جلاله د قدرتونو علامې دي او د همدې ستورو په واسطه دوی (انسانان) لار مومي. چې دغه لارښوونه یو لوی صفت دی تر څو یو ګمراه انسان یا هغه څوک چې د جهالت او ناپوهۍ په تیارو کې یې لاره ورکه کړي وي، او هغه ته لارښوونه وشي. په حقیقت کې د نجم د اهمیت او پیژندنې لپاره همدا څلور پنځه صفتونه بس او کافي دي. یعنی د کایناتو ښایست، د طواغیتو رټل او ویشتل او د خپلو طاغوتي اعمالو څخه د هغوی منع کول، او په هغوی باندې د یو سخت عذاب په حیث نازلیدل دي. او له بلې خوا ډیر مهم صفت چې الله تعالی ستورو ته ورکړی دی هغه د الله تعالی د قدرت او معرفت نښې او لار ورکو ته د لارې ښوونه ده، چې په معنوي انداز کې ترې انسانانو ته د جنت د لارې ښوونه او د هلاکت د لارې څخه د بچ کیدو هدف ترې اخیستل کیږي.

     ځوانان په رښتیا هم لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه د یوې ټولنې د امید سترګې دي، او که له ټولنې څخه ځوان منفي شي نو کټ مټ یې حاصل صفر دی. او بیا کله چې د ځوان سره د مسلمان مختاړې یا وروستاړې هم یو ځای شي نو هاغه د چا خبره له نعمت څخه (نعمت الله) جوړ شي. بیا ترې هغه ابراهیمي ځواني جوړه شي چې په فزیکي او جسماني انداز کې یې د باطلو بوتانو پسې د ایمان تبر را واخیستل او ښه یې میده میده کړه او بیا یې د ځوان په څیر تبر هم د لوی بُت په غاړه کې واچوه تر څو بُت پاله په دې کار سره لا ډیر وشرموي. او چې کله د وطن لار ورکي او ګمراهان بُت پاله راغله او د خپلو خدایانو زبون حالت یې ولید نو په ډیره افسوسناکه لهجه یې وویل او یو له بله یې پوښتنه وکړه چې: من فعل هذا بالهتنا انه لمن الظلمین. ژباړه: دا څوک دی چې زمونږ خدایان ېې په دې حالت کړي دي، یقینا دا سړی خو ډیر ظالم دی؟؟ نو د دوی له خپله منځه یو ور غږ کړه چې: فتی یذکرهم یقال له ابراهیم. دا خو یو ځوان وه چې هر وخت به یې دا بوتان په بدو سره یادول، او دغه ځوان ته به خلکو ابراهیم ویل.

هو! دا یو ځوان وه، ځوان…. ابراهیم نومیده، او هر وخت به یې دا بوتان په بدۍ یادول. نو دا د مسلمان ځوان وظیفه ده چې د باطلو بوتان مات کړي.

     همدارنګه ځوانان هغه وه چې د وخت د جابر حکم په مقابل کې راپاڅیدل او د حق دین او توحید لپاره یې د هجرت لاره ونیوله او د ظالم پاچا د سلطې څخه هلته وړاندې یې په یوه غار کې پناه واخیستله. نو الله تعالی جل جلاله هغوی ته هم د ځوانانو خطاب وکړه او ویې فرمايل: انهم فتیة امنوا بربهم وزدناهم هدی. هو! دا یوه د ځوانانو ډله وه چې په الله تعالی جل جلاله یې ایمان راوړې وه او مونږ ورته په هدایت کې نور زیاتې وکړه.

     نو د نجم افغانستان د ځوانانو څخه د دې ځوریدلي او مسلمان ملت هماغه توقع ده کوم چې په قراني تعبیر د یو ځوان څخه شوی ده. چې هغه د نړۍ په ښایست، خلکو ته په سمه لاره ښوونه، او د طاغوتي نقشو په لمنځه وړلو کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې دي. امید دی چې د نجم ځوانان به د خپل ملت او په ټوله کې د اسلامي اُمت د ګلګون کفنه شهیدانو چې د اسلام د اصیل فهم لپاره یې خپلې ځوانۍ قرباني کړي دي دغه امیدونه او ارمانونه پوره کړي او د خپل هیواد او نړۍ د اسلام په ازادي بخښوونکي نسیم او هواګانو باندې معطره کړي.

ان شاء الله العزیز د همدغې ورځې په هیله

پای

د حوت د میاشتې ۱۷ تاریخ

د شپې ۱۰:۴۵ دقیقې

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *