‌د مصر پولیسو یوه فعاله په ډزو وویشتله

مدثر اسلامي

د مصر پخواني مشر حسني مبارک د حکومت پر ضد پاڅون د څلورمې کلیزې د لاریون پر مهال د مصر پولیسو په قاهره کې یوه فعاله شیماء الصباغ په ډزو ووژله.

۳۴ کلنه شیماء الصباغ د مصر د ملي ایتلاف ګوند غړې وه،‌ چې له نږدې واټن څخه د تحریر په میدان کې په مرمۍ لګېدلې ده .‌

د مصر د روغتیا وزارت چارواکو د اغلې الصباغ د وژل کېدو خبر تایید کړی او وايي د نوموړې مړی لاهم روغتون کې دی .‌

الصباغ په اسکندریه ښار کې د کیڼ اړخي ګوند یوه فعاله غړې وه .

لاریون هغه وخت پیل شو، چې د مصر دولتي تلویزون د حسني مبارک د نظام په وړاندې د پاڅون د کلیزې په مناسبت د مصري پاچا عبدالفتاح السیسي له مخې ثبت شوې وینا وښودله.

ټاکل شوې اخوان المسلمین او نور اسلامي ګوندونه نن (یکشنبه) د انقلاب د ورځې د یاد په مناسبت لاریونونه وکړي.

پولیسو د جمعې په ورځ یوه بله ۱۸ کلنه لاریون کوونکې ووژله. د مصر پولیسو ګواښ کړی، چې لاریون کوونکي به له سخت غبرګون سره مخامخ شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *