اقتصادي ستونزو او وزګارتیا افغانان اندیښمن کړي

د ګالوپ موسسې له خوا ترسره شوې یوه سروې ښيي، چې شاوخوا ۶۷ فیصده افغانان د ناامنیو او وسله والو مخالفینو په پرتله اقتصادي ستونزو او وزګارتیا ډیر اندیښمن کړي دي.

د امریکايي ګالوپ موسسې په نظر پوښتنه کې راغلي، چې د ۲۰۱۴ کال په ترڅ کې د افغانستان اقتصاد مخ په خرابیدو روان و او یوازې شپږ فیصده افغانان بدط نظر دي، چې هیواد کې اقتصادي شرایط په ښه کیدو  دي.

(د اقتصادي حالت په اړه د افغانانو نظر) تر سرلیک لاندې خپره شوې نظر پوښتنه لیکي، چې په هرو دریو افغانانو کې دوه پدې باور دي، چې اقتصادي وضع په خرابیدو ده.

نظر پوښتنه همدارنګه لیکي، چې د اقتصادي او کرنیزو کارونو د کمیدو له امله خلکو ته د کار موندنې زمینې کمې شوي دي. نظر پوښتنه په مشخص ډول په ختیځ او پلازمینه کابل او مرکزي سیمو کې د کار بازار سوړوالی په ګوته کوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *