وتلی مفکر او د اخوان المسلمون مرستیال ومړ

دیني پوه، اسلامي مفکر او د اخوان المسلمین لومړی مرستیال ښاغلی استاذ جمعه امین عبدالعزیز، چې په کال ۱۹۳۴ د بني سویف کلي کې زیږیدلی وه، د ۸۱ کلونو په عمر د شنبې ورځ (د جنوري ۲۴مه) له هیواده بهر لندن ښار کې مړ شو.

ښاغلی استاذ د دعوت، اسلامي کار، فکر، تالیف، سیاست، جهاد او هجرت له سر لارو څخه وه.

استاذ له کال ۱۹۵۱ راپدیخوا د اخوان المسلین غړی پاتې شوی. په کال ۱۹۶۵ کې هغه وخت، چې اخوان المسلمین په پټه فعالیت کوه، نوموړی د جمال عبدالناصر د رژیم له خوا بندي شو او د استاذ سید قطب له شهادت وروسته په ۱۹۶۶ کې له بنده خلاص شو.

استاذ جمعه امین د اخوان المسلمین له فکري مشرانو یو وه، چې د اخوان المسلمون د تاریخ لیکلو پروژه یې څارله. استاذ ګڼ شمیر اثار لیکلي، چې ځینې نمونې یې دا دي:

–         فی ظلال الاصول العشرین

–         الدعوة، قواعد و اصول

–         منهج القرآن فی عرض عقیدة الاسلام

–         منهج التغییر عنند الامام البنا

نجم پداسې حال کې، چې د دې ستر عالم او مفکر وفات اسلامي نړۍ ته ستره غمیزه ګڼي، له الله جل جلاله نه استاذ ته د جنت هیله کوي.

انا لله وانا الیه راجعون

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *