لومړی پښتو-چیني قاموس چاپ شو

مدثر اسلامي

۷۸ کلن چینايي پروفیسر چي هانګ کای له ۳۶ کاله هڅو وروسته د پنځوس زره څخه ډیرو کلمو لومړی پښتو-چینايي قاموس بشپړ کړ.

هانګ کای د شلمې پیړۍ د پنځوسمې لسیزې په وروستیو کې د چین حکومت له لوري کابل ته واستول شو، چیرته چې نوموړي د څلورو کلونو لپاره پښتو ژبه ولوسته. په ۱۹۷۸ کال کې د چین حکومت کای ته دنده ورکړه، چې په لا ډیرو سیمو د چین د اغیزې خپرولو او د چینې ژبې د عامولو په موخه پښتو-چیني قاموس ولیکي.

 له څه مودې وروسته د نورو ډیرو پلانونو په څیر د قاموس لیکل د حکومت له پامه وغورځید تر دې، چې د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له پیښې وروسته د نړۍ پام پښتو ژبې او پښتنو ته ورواوښت. لدې سره په چین کې هم د پښتو ژبې لپاره لیوالتیا ډیره شوه او د کای پروژې یو ځل بیا سا واخیسته.

پښتو-چیني قاموس د هغو ۱۶۰ قاموسونو له ډلې یوه ده، چې د چین حکومت یې د لیکلو امر په ۱۹۷۵ کال کې کړی وه. کای د قاموس لیکل یو ملي ماموریت باله او په ویاړ یې دې کار ته غاړه ایښې وه.

کای فکر کاوه، چې د دوه کلونو په ترڅ کې د ۲،۵ میلونه تورو دا قاموس بشپړ کړي. د قاموس د لیکلو پر مهال له کای سره د ده زده کوونکي سونګ کیانګمن او د نوموړي د کابل پوهنتون ټولګیوال ژانګ من مرسته کوله. کای همدارنګه د اړتیا پر مهال له روسي-پښتو ډیکشنري او په پاکستان او افغانستان کې د پښتو ژبې له متخصصینو مرسته اخیسته.

نوموړی قاموس د ۲۰۱۴ کال په پای کې چاپ او د ۲۰۱۵ کال د جنوري په ۲۰مه یې کاپي د چین-افغانستان د همکارۍ د ۶۰مې کلیزې په لمانځغونډه کې افغان ولسمشر ته وړاندې شوه. افغان ولسمشر پروفیسر چي هانګ کای د سید جمال الدین افغان په علمي مډال وستایه او د هغه له میرمنې یې مننه وکړه، چې د قاموس لیکلو په اوږده پړاو کې یې د کای ملاتړ کړی.

د بیجنګ کریم او نورو نړیوالو ورځپاڼو په حواله اوس مهال په چین کې یواځې شاوخوا سل تنه چینايي وګړي په پښتو خبرې کوي. افغانان د ښاغلي کای دا شاهکار ستايي او هیله کوي، چې د چین او افغانستان تر منځ علمي او اکاډمیکه همکاري لا ډیره شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *