د مصر د جنورۍ ۲۵م انقلاب د كاليزې د لمانځلو لاريونونو کې ۱۹ تنه شهيدان شول

قدرت الله جاهد

د مصر هېواد کې د حسني مبارک د پرځولو د ۴مه کاليزې د لمانځلو او اوسني استبدادي نظام پر ضد ولسي لاريونو کې چې د هېواد په ټولو برخو کې ترسره شول لږ تر لږه ۱۹ تنه شهيدان، ۸۲ تنه زخميان او ۴۲۹ تنه نور د مصري پوليسو له لورې بنديان شول.

د ترکې اناضول خبرې اژانس د راپور له مخې د مصر د روغتيا وزارت وياند د وژل شويو او زخميانو پورتنې ارقام تايد کړي. يوې امنيتي سرچينې چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل چې ۴۲۹ تنه مظاهرچيان د پوليسو له لورې بنديان شوي هم دي.

ياد لاريونونه د مصر د ازادي غوښتونکو افرادو او ګوندونو له لورې ترسره شوي دي، چې په سر کې يي ددې هېواد پياوړي او پر نفوسه ګوند اخوان المسلمين دی.

د يادونې وړ ده چې د مصر هېواد دکتاتور ولسمشر حسني مبارک د همدې انقلاب له وجې څلور کاله مخکې د فبرورۍ په ۱۱ نېټه د ولسي فشار له امله وپرځول شو.

د مصر په تاريخ کې لومړی منتخب ولسمشر محمد مرسي هم ددې هېواد د پوځ له لورې د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳مه نېټه له يوه کال حکومت وروسته لرې او بند ته واچول شو.

له هغه وروسته د ښاغلي مرسي پلويانو دا پوځي کودتا وبلله او ددې خلاف يي خپلو لاريونو ته تقريباً په ورځني شکل ادامه ورکړې. په دې لاريونو کې د مصر زرګونه تنه ولسي وکړي شهيدان، لسګونه زره تنه نور يي زخميان او زندانيان شوي دي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *