ښیوه کې د غوره ځوان سیالۍ وشوه

د جمعې ورځ (د حوت ۲۲مه) د ننګرهار ولايت په کوز کونړ (ښيوې) ولسوالۍ كې د نهاد جوانان مسلمان (نجم) په زیا د غوره ځوان سيالۍ ازموينه واخيستل شوه، چې په کې شاوخوا ۵۰۰ تنو ګډون کړی و.

د ازموينې غونډه د قرآن عظيم الشان په تلاوت پېل شوه. ورپسې د جمعيت اصلاح افغانستان د ننګرهار ولایت مسئول استاد نعمت رسول نعمتيار ځوانانو لپاره د تعلیم او ټولنیز کار پر ارزښت خبرې وکړې.

د غونډې په ترڅ کې د نعمانيه مدرسې مدير مولوي محی الدين وينا وکړه او ځوانان یې زده کړې او دیني لارښوونو زده کولو ته وهڅول.

دازموینې له پیل دمخه د نجم ننګرهار مسئول انجينير اسماعيل ګوهري د سيالۍ څرنګوالي، پروسې او شفافيت په اړه ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل او د هر ډول درغلۍ د مخنیوي ډاډ یې ورکړ. د پوښتنپاڼې د حلولو لپاره عملي لارښوونې د نجم ننګرهار تعليمي مسؤل ډاکټر شجاعت مومند وړاندې کړل.

د يادې سيالۍ د جوايزو او ستاينليکونو د ويش غونډه د ۱۳۹۴ کال د حمل ۳مه اعلان شوه.

د نجم د تعلیمي چارو مشر قدرت الله جاهد وویل د سیالۍ موخه ځوانان پوهې ته هڅول او د پوهنې په ډګر کې د ځوانانو تر منځ سالمه سیالۍ رامنځ ته کول وو.

د يادونې وړ ده چې نجم ننګرهار تېر کال د ښار ترڅنګ د دې ولايت په مخلتفو ولسواليو کې ديني او علمي سيالۍ جوړې کړي چې د ځوانانو ترمنځ يې د سالم رقابت روحيه پياوړې کړې.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *