فراه کې د سید جمال الدین افغان تلین ولمانځل شو

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د ختیځ د نابغه او د اسلامي ویښتابه سرلاري سید جمال الدین افغان د ۱۱۸ تلین او د نجم د تاسیس د ورځې په مناسبت په فراه ولایت کې یو علمی کنفرانس جوړ کړ.

د کب ۱۹، د علامه سید جمال الدین افغان د تلین ورځ سره برابره ده.

په همدی مناسبت نجم- فراه د پنج شنبې ورځ (د حوت ۲۱مه) د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطبوعاتو په تالار کې یو علمي کنفرانس جوړ کړ، چې د فراه د اطلاعاتو و کلتور رئیس په ګډون د فراه لسګونه فرهنګیانو هم برخه اخیستی وه.

د غونډې په پیل کې د فراه د اطلاعاتو او کلتور مشر فریداحمد ایوبي د فراه والي محمد آصف ننګ په نیابت د هغه پیغام، چې په همدې مناسبت یې لیکلی و، ولوست. ښاغلي ایوبي د نجم مننه وکړه، چې ځوان کهول ته د سید د افکارو د ورپیژندو په موخه داسې با ارزښته کنفرانس جوړ کړی. هغه زیاته کړه: نجم، یو ډېر با عزته ټولګی دی، له کومه وخته، چې دوی په فراه کې په فعالیت پیل کړی د ځوان نسل د روزنی په موخه ډېر ښه او منظم پروګرامونه یې ترسره کړي دي.

وروسته بیا په فراه کې د غرجستان د لوړو زده کړو د موسسی استاد انجنیر محمد یوسف فروغ وینا وکړه، چې په ترڅ کې یې د سید د ژوند په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه وویل سید جمال الدین افغان داسې شخصیت و، چې په ۲۱مه پیړۍ کې یې په اسلامي نړۍ کې د اسلامي ویښتابه ور پرانیست.

وروسته څارنوال محمد همایون رحماني، ازاد ژورنالېست همایون ذهین، د شیخ ابونصر فراهي د یولسم ټولګي زده کوونکي محمد عوض دانیال، او نورو د سید د شخصیت، ژوند، فکر او تګلارې په هکله ویناوی وکړې.

د کنفرانس ویاندویي تکړه ویاند استاد عبدالجبار مطمین کوله.

د یادولو وړ ده چې د فراه د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلی ایوبي د فراه ټولو فرهنګپالو ته زیری وکړ، چې د دې ولایت د عامه ځایونو د نومولو فرهنګي کمیسیون پریکړه کړې چې د هېواد د ستر شخصیت په ویاړ د فراه په ښار کې د (بانک زراعتی جاده) له دې نه وروسته د (علامه سید جمال الدین افغان) په نوم ونومول شوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *