حقیقي ښایست څه ده؟:

له څه مودې راهیسې داسې ګنګسې او خبری اورو چې د ننګرهار پوهنتون اداره د لوړو زده کړو وزارت په حکم غواړي په ننګرهار پوهنتون کې کُرتی پتلون د یونیفورم په توګه رسمي معرفي کړي. پدې هکله ټولو پوهنځیو ته حکم شوی چې محصلین یی باید کُرتي پتلون واغوندي او دا خبره بیا هم کوي چې دا کار جبري دی او هیڅ څوک یی مخالفت نه شي کولای. محصلین مجبور دي چې هر څنګه کیږي او له هر ځایه کیږي ځانونو ته باید کُرتي پتلون واخلي او هره ورځ پوهنتون ته له کُرتی پتلون سره راشي. داچې تردی وړاندې د پوهنتون رسمي یونیفورم او لباس سپین وطنې او اسلامي لباس وو غواړی له کُرتی پتلون سره یی بدل کړي. د ننګرهار غیور او په دین او وطن میین خلک تل د خپل فرهنګي او اسلامي میراث په ساتلو کې هڅه او هاند کړی او ددوی هڅې او سرښندنې په دی اړه د ستایلو وړ دي. البته ورونه باید پوه چې زموږ هدف له هغو فرهنګي میراثونو ده چې ستایل شوی او د دین له کوم اصل سره په ټکر کې نه دی. زه راځم دی خبرې ته چې آخر زمونږ پدی خپل وطنې سپین لباس څه شوي چې باید د هغه پرځای پردی لباس واغوندو او له پردو فرهنګونو تقلید وکړو.
ای مسؤلو چارواکو!!
تاسې څه ګمان کوی چې ښایست او پرمختګ په لباس سره ده او که په عمل سره، که په لباس وي نو ډیر داسې ملتونه او خلک شته چې ظاهري لباس یی تر ټولو قیمتي، ښکلې، ظریف او د ورځې مطابق ده، خو په حقیقت کې د ژوند له سترو ننګونو سره لاس او ګریوان دي. له ژوند څخه یی طمع نشته او په مرګ خوشحاله دي. د غربی نړۍ دا ظاهري ښایست، پرمختګ او عصري توب یوازې هغه څه دي چې مونږ یی له رسنیو او خلکو اورو خو کله مو هم ددی پرمختګ اصل او ماهیت په خپلو ګناهګارو سترګو او له نږدی ندي لیدلي. دا هر څه یوازې د مسلمان د ګمراه کولو او بی لارې کولو لپاره ده، حقیقت هغه څه دي چې د نړې نامتو غربي پوهان او مشترقین یی په خپلو هغو لیکنو کې چې تراوسه تر ما او تا رسیدلي او یا هم ندي رسیدلي بیان کړي دي. هغوې چې نور له خپل ژوند څخه بیزاره دي. غربي نړۍ اوس غواړي هر څه له اسلام څخه کاپي کړي یعنې اسلامې ارزښتونه غرب ته انتقالوي او غربي ارزښتونه د پرمختګ او نورو په بهانه اسلامې نړۍ ته داخلوي او لدې لارې غواړي د اسلامي امت وحدت، یووالی، ورورولي او محبت له منځه یوسي.
نه داسې نده!!
بلکې حقیقي ښایست او پرمختګ په عمل او د الله په دین په کلک منګولو ښخولو سره ده. دا چې ژوند مو له بلا ستونزو سره لاس او ګریوان دی، فقر، نا امني، بی سوادي، فکري استعمار، سیاسي استعمار، فرهنګي استعمار، جکړه…. پداسې یو وخت کې پکار داده چې د ملت سیاسي شعور او د هیواد پالنې حس تقویه شي او دا هر څه د مناسب او د حاکمو حالاتو مطابق تعلیم او نصاب پرته امکان نه لري. زه خو وایم چې ددی پرځای چې مونږ خپله انرژي د پردي یونفورم په رواجولو مصرف کړو، راځې چې خپله انرژي د یو منظم او ګټور تحصیلي نصاب په جوړولو او عملي کولو کې مصرف کړو.
ای مسؤلو خلکو!!!
آیا کله مو د هغه اساسي موضوع په هکله فکر کړی چې د هیواد راتلونکې او د محصلینو سرنوشت ورپورې تړلی دی. د لباس په ځای ولې د محصلینو د علمې او اکاډمیکو معیارونو لوړولو ته فکر نه کوی، ولی پدی اړه فکر نه کوی چې څرنګه محصلین مو د نړیوالو په څیر له یو منظم نصاب او درسي پلان څخه برخمن شي، موجوده نصاب او درسي کریکولم په هیڅ ډول د افغان محصلینو غوښتنو ته ځواب ویونکې ندی، او دی حقیقت ته باید هم اشاره وکړم چې موجوده نصاب سره له دومره پرمختګونو او نوښتونو بیا هم د هماغه تیرو لسیزو زاړه او غیر مؤثر کتابونه او لیکنې دي چې په اوس وخت او شرایطو کې هیڅ د ګټې اخیستنې او تطبیق وړ ندي.
هر کال او په هر درسي سمستر کې په لسګونه ځوانان محصلین جانس کیږي، ډراپ کیږي، پوهنتون پریږدي او دی ته ورته له نورو ډیرو ستونزو سر ټکوي، ولې پدی فکر نه کوې چې ولی دغه ځوان محصل جانس شوی، ډراپ شوی یا یی پوهنتون پریښې دی، علتونه یی وڅیړې د حل لارې ورته ولټوئ، محصلینو ته د زده کړو چانس برابر کړې نه داچې له زده کړې یی زړه تور کړی.
ای مسؤلو چارواکو!!
ستاسو څه ګمان ده هغه ورځ مو هیره ده چې ټول عالم به الله ته د خپلو کړو د ځواب ویلو لپاره ولاړ او هر څوک به په خپلو خولو کې ډوب وي. څه فکر کوئ د الهې عدالت څخه به چیرته لار شې؟ تاسو سره به ستاسو د کړو عملونو محاسبه نه کیږي؟ ایا ستا هر یو اندام به د کړو کارونو په هکله په تا ګواهي نه وایی؟! …..اوس فکر وکړه چې ته څه کوی او څه باید وکړی………….. لا هم وخت شته.
په پای کې د رحمان بابا څو بیتونه در ډالې کووم
کـه پوهیږې په شتـاب شتـاب دی تله دي غافـــ‎ل مه شه د دی دهــر لــه شتــابه
په هغې جهان به څرنګ جواب ورکړئ چې پدی جهــان عـاجز یی لـه جـوابـه
د کـاغذ پر کشتې سیل به کـړی ترکومـه دا کشتې به دی مـرګې کــاندي غرقابه
چې افتـاب یوه نیزه شي بیا به څـه کړی اوس چې سوری لره درومي له افتـابه
پــه آزار د چــا راضـي مشی رحمـــانـه که خلاصی په قیامت غواړی له عذابه

لیکوال: حبیب الله حبیبی