د ا.ا.ا د المپیک ملي کمیټې رئیس محترم انجنیر نظرمحمد «مطمئن» سره د نهاد جوانان مسلمان_نجم رهبري هیئت لیدنه

نن د شنبې ورځ ماسپښین، د ۱۴۰۰ ه ش کال د تلې میاشتې په ۱۷ نېټه د نهاد جوانان مسلمان_نجم رهبري هیئت،د انجنیر علیم خان «سعید» په مشرۍ د ا.ا.ا د المپیک ملي کمیټې له رئیس سره لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې انجنير علیم خان «سعید» د نجم رهبري هیئت په استازیتوب قدرمن انجنیر نظرمحمد مطمئن ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او له الله جل جلاله څخه یې ورته د توفیق غوښتنه وکړه، همداراز انجنیر علیم خان سعید د نجم په فعاليتونو باندې رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې نجم به د تېر په څېر بیا هم په هېواد کې د ځوان نسل د علمی، فکري او اخلاقي روزنې ته دوام ورکوي او پدې برخه دولتي چارواکو ته پکار ده چې له ځوانانو سره مرسته وکړي او ټولنیز کار ته زمینه برابره کړي.
ورپسې د ا.ا.ا المپیک ملي کمیټې رئیس قدرمن انجنیر نظر محمد «مطمئن» د نجم رهبري هیئت ته ښه راغلاست ووایه او د نجم له فعاليتونو او هلو ځلو څخه چې د ځوان نسل د روزنې په برخه کې یې کړیدي مننه وکړه او په راتلونکي کې یې هم دداسې فعالیتونو هیله وکړه.
په پای کې د نجم رهبري هيئت قدرمن انجنیر نظرمحمد «مطمئن» ته د سیاسی او ټولنیز ملي شخصیت مرحوم دوکتور صفت الله «قانت» د ژوند او خاطراتو په اړه لیکل شوی اثر ډالۍ کړ او د دواړو خواو له لوري په دوه اړخیزه مرستو ټینګار وشو.
نهاد جوانان مسلمان(نجم)
کابل افغانستان

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *