پوهنتون د نوښتونو دوره‎

خپل وړوکي کلي ته پر لار و چې موټر یې له بل موټر سره وجنګیده. د امریکايي پوهنتون دا بیروتی ځلموټی چې طارق عاصي نومیده له پیښې ژوندی را ونه وت. ملګري یې پرې ډیر خواشینې شول خو پوهیدل چې خواشیني یې ملګری بیرته نه شي راستون کولای نو په دې هوډ شول چې خپلو کې سره یوځاي یوه وړوکې ټولګه رامنځ ته کړي چې هدف به یې د عامه سلامتیا او په ځانګړي توګه د سفر په وخت کې د هر ډول نا اټګل شوو پیښو نه د سلامتیا  په موخه عامه پوهاوی خپرول وي، او پرې یې د اتحاد الشباب للتوعیة الإسلامیة یا (Youth Association for Social Awareness) نوم کیښود چې لنډه بڼه یې YASA ده.
یادې ټولنې عامو وګړو ته د عامه سلامتیا په برخه کې بیلا بیلې برنامې په لاره واچولې لکه: کنفرانسونه دایرول، کمپاینونه په لاره اچول، اونیزې خپرول، بیلا بیلې مقالې نشرول، د رضاکارانو ډلې رامنځ ته کول، د پوهنتون په ټولګیو کې ځانګړي لکچرونه برابرول.. او داسې نور.
د یو څو ځوانانو دا وړه ټولنه اوس په یوې لویې ټولنې چې فرعي څانګې یې په نورو هیوادونو کې هم رامنځ ته شوې وې بدله شوې ده چې تر اوسه یې کابو ۲۱ هیوادونو کې څانګې په فعالیت بوختې دي. مشهورې څانګې یې YASA International او YASA Europe دي.
دا هر څه د پوهنتون د یو څو ځلموټو محصلینو د نوښت چې نه یې غوښتل د ملګري په څیر یې نور  د داسې ناوړه پیښو قرباني شي، زیږنده وه. په همدې اساس د نړئ د ستر اسلامي حرکت(إخوان المسلمین)  بنسټ ایښودونکی وايې امام حسن البناء وایي: که مو دعوت ته د پوهنتون یو زده ګړیال داخل شو نو ګټه به یې په دعوت کې د ټول ښار له داخلیدو ډیره وي.
نړی کې دا مهال د یونسکو په وینا ۱۷۷ ملیونه ځوانان پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي. د ښوونې او روزنې متخصصین په دې باور دي چې د پوهنتون دوره د یوه زده کونکي د نوښت او استعدادونو د ودې دوره ده نو ځکه خو د پوهنتونونو ادارو ته پکار دي چې ددې استعدادونو د ودې لپاره مختلفې برنامې په پام کې ولري، داسې برنامې چې د زده کونکو د شخصیت جوړنې او راتلوني ژوند لپاره یې د لازمو مهارتونو په زده کړه  کې ګټورې ثابتې شي.
اوس مهال ډیری غربي هیوادونه په خپلو پوهنتونونو کې د داسې برنامو ژوندۍ نمونې لري، او څومره به ښه وي چې اسلامي هیوادونه په خاصه توګه ګران هیواد افغانستان هم د داسې تجربو د پلي کلولو لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.

عبدالمعز اسلامي

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *