په افغانستان کې سوله(ستونزې او حل لارې)

راپور: نجم د رسنیز ټیم

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د کابل ولایت ولایتي ادارې په افغانستان کې سوله ( ستونزې او حل لارې ) تر سرلیک لاندې د سولې ستر کنفرانس چې ټول ګډونوال یې خوان ؤ د سید جمال الدین افغان په تالار کې چې دنجم په مرکزي دفتر کې دی تر سره کړ.
برنامه د قران کریم په مبارکو ایاتونو سره چې دقاري حمیدالله رحماني په غږ تلاوت شول پیل شو، ورپسې د هیواد نومیالي عالم شیخ عبدالسلام عابد له لوري په افغانستان کې د سولې د خبرو د پیل اړوند خبرې وکړې او ځوانانو ته یې د سولې اصلي مانا روښانه کړه ، ورپسې د تاند او مبارز قلم څښتن ښاغلي ډاکټر وحیدالله مصلح په افغانستان کې دسولې د ستونزو او حل لارو اړوند خپله وینا ترسره کړه، پای کې د نهاد جوانان مسلمان ـ نجم ریس ښاغلي حمزه مومن حکیمي د په دې ډګر د نجم د هڅو ، پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې په دې برخه د تعهد او کار کولو بڼه تشریح کړه ، برنامه په دعا سره پای ته ورسېدله.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *