ټولنيزې رسنۍاو ټولنیز پرېکون

صديق الله راشد

د تعليمي، اقتصادي او فکري ﺯيانونو تر څنګ ددې رسنيو ستر ﺯيان د ټولنیزو مباشرو اړيکو پرېکون دى، د تاريخ په اوږدو کې زمونږ دی هیواد خلک د اړيکپالنې لرغونى دود لري، دوۍ کې د اړيکو د پالنې معيار خورا بنسټيﺯ او بې سارى بلل کېږي، آن تر دې چې کليوال که څه هم نسبى اړيکه ونلري تل د يو بل څنګ ته درېدلې دي او هر اړخیز لاسنيوى ېې کړى دى، اسلام  دین هم د انسانانو ترمنځ د اړيکپالنې معيارونه نړۍ ته وړاندې کوي، او د عقيدې په تار تړلى امت يو دبل همکارۍ ته هڅوي، او د امت بچيان د يوې کورنۍ په ستر معيار نوموي چې وايي:

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ  الحجرات ۱۰

ژباړه: (ټول مومنان سره وروڼه دي)

خو دا اړيکې اوس تر ډېره بريده پيکه او نا څرګندې بريښي،چې په لاندې مثالونو کې ېې ښه وضاحت کېدلاى شي:

1. پخوا به حجرې ته د مېلمنو په راتګ ګڼ کليوال يوې حجرې نه را ټولېدل ولې اوس کوربه هم خپلې سترګې د موبايل په سکرين خښې د مېلمه له حاله نا خبره ناست وي.

2. پخوا به مېلمه له ګڼو کليوالو خاطرو سره د مجلس ټولې خواوې ځانته کشولې ولې اوس يواﺯې د خپلو ماشومانو له حاله خبر وي.

3.پخوا به ماﺯيګري کليوالو بنډارونو ته ماشومان هم حاضر ٶ خو اوس يواﺯې څو سپين ګيرى ناست او ځوانان د شبکې د سم کار لپاره بامونه او غونډۍ تر خپل کنترول لاندې راولي. او داسې نور…

درنو لوستوالو ددې بدې پديدې نتيجه داسې اخيستلاى شو:

1. د مېلمه او کوربه تر منځ نا مناسب چلند نفرت ﺯېګوي.

2. ولسى همکارى په دوربين کې هم نه ليدل کېږي.

3. د فېسبوک کارونکي شخصيت تل تر سوال لاندې وي.

4. د خلکو پر وړاندې د نورو ارﺯښت ورځ تر بلې کمېږي.

5. د ځوانانو سرنوشت کاملا نا معلوم برېښي.

6. سپک او درانه خلک پکې يو وﺯن لري او ګڼ نور…

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *