ولي” نهاد جوانان مسلمان” ؟

عبدالجبار مطمئن – فراه – د نجم رکن

دغه ورځو کې څو څو واره د یوه سوال سره مخ سوی یم چې ځواب یې ساده دی خو فلسفه یې لږ اوږده ده.

سوال داسي کیږي چې ستاسو د نهاد نوم ولي (نهاد جوانان مسلمان) دی؟

مګر له تاسو پرته نور خلک مسلمانان نه دي؟

آیا تاسو یوازي هغه ځوان مسلمان ګڼی چې ستاسو په نهاد کې غړیتوب ولري او نور نه بولئ؟ او که څنګه؟!

دا ډول پوښتونکي مفهوم مخالف ته پام ساتي او خبره نیغه خپل ځان ته راجع کوي.دلته څو ځوابونه موجود دي چې موږ یې په لاندي ډول وړاندي کوو:

اول: نهاد جوانان مسلمان افغانستان یا (نجم) یو افغانستان شموله نهاد دی چې الحمدلله د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې فعال حضور لري او د قومونو، حزبونو، سيمو او ژبو هاخوا يې د ځوانانو ترمنځ مینه پاللي او ریښتنی ملي یووالی یې په عمل کې ثابت کړی، خو خپل د نهاد د غړیتوب لپاره دوه شرطونه لري که څوک د نجم د عضویت وړاندي دغه دوه شرطونه ولري نو هغه د دي نهاد د غړیتوب لایق او وړ دی کنه نه دی.

  1. یو افغان وګړی باید ځوان وي چې د نجم غړیتوب ترلاسه کړای سي، ځکه دا د ځوانانو ټولنه ده، که د کوم چا سِن پورته وي نو بیا د هغه لپاره جمعیت اصلاح مناسب ځای دی او دده د عُمر سره مطابق پروګرامونه او د فعالیت پراخه زمینه او بستر ورته شته.

نجم په خپلي اساسنامي او کاري لوائحو کې د ځوانۍ دوره تعریف کړي او د ځوان ځانګړني یې په بشپړه توګه مطرح کړي دي.

  1. یو ځوان افغان وګړی باید مسلمان وي تر څو وسي کولاي ددي نهاد غړی سي، ځکه موږ په خپل وطن افغانستان کې يوه وړه سلنه غیر مسلم (سیک) یا هندوان هم لرو، هغوي ددي هیواد وګړي دي او افغانان دي، خو ځوانان یې د نجم د غړیتوب دویم شرط نسي پوره کولای نو ځکه دا نهاد د هغوي له غړیتوب نه بخښنه غواړي.

خو د همکار په توګه کولی سي په خپلو سیمو کې خپلو خلکو سره لکه د نجم ځوانان رضاکارانه مرسته وکړي او که کوم وخت د بیلګۍ په توګه نجم د ښارپاکوني پروګرام ولري نو سیک ځوانان هم وغواړي خپله کوڅه ددوي سره په همږغۍ پاکه کړي نو ستونزه نسته.

او هغه کسان چې داسي انګیري چې ګواکي نجم یوازي ځانته مسلمان وایې او نور ځوانان مسلمانان نه بولي، داسي سر ور خلاصوو: موږ په هیچا د کفر او نفاق ټاپه نه وهو او د تکفیر او تفسیق له ټاپي سره بشپړ مخالفت هم لرو. خو د مسلمان کلمه د پورته ذکر سوي اصل سربیره زموږ د نامه جزء هم دی.

زما د یوه ملګري نوم عبدالله وو او دغسي پوښتنه یې رانه وکړه، ما په ځواب کې وویل دا چې ستاسو نوم عبدالله (یاني د الله بنده) دی نو موږ نور مګر د بل چا بنده ګان یو؟ هغه وروسته پوه سو چې له هري کلیمي که مخالف مفهوم اخیستل ستونزمنه خبره ده …

پوښتنه: افغانستان چې جمهوري اسلامي ځان بولي، مګر نور مسلمان هیوادونه جمهوري نه دي او که اسلامي نه دي؟ هلته څوک ولي مخالف مفهوم نه اخلي؟

ځکه په نړیواله توګه دا یو اصل دی چې ډیر هیوادونه کولی سي دغسي پسوند یا پیشوند د خپل هیواد د نامه سره کښیږدي.

بل ځواب دا چې: که زموږ د نهاد نوم (نهاد جوانان مسلمان) دی، نور ځوانان دي هم مهرباني وکړي د اسلام د اصولو په رڼا کې دي کار پیل کړي او ځانته دي یو له دي نومونه غوره کړي:

  1. حزب جوانان مسلمان
  2. حرکت جوانان مسلمان
  3. انقلاب جوانان مسلمان
  4. اتحاد جوانان مسلمان
  5. جمعیت جوانان مسلمان
  6. شورای جوانان مسلمان

سږ کال د نجم ځوانانو د (اتحاد او همدلۍ) یووالي او ورورۍ کال نومولی او په دي هکله یې خورا زیات پلانونه هم طرحه کړي، الله ج دي وکړي چې زموږ لوستونکي ددي مقالي د لوستلو سره د قناعت تر پولي رسیدلي وي او هر ځوان په خپل ولایت کې د نجم د ځوانانو سره مل سي او د اسلام د بیرق د هسکي رپیدا لپاره خپله هڅه ګړندی کړي.

حسبنا الله و نعم الوکیل ـ نعم المولی و نعم النصیر

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *