نجم په افغانستان کی د ملی وحدت سمبول

ابوحنیفه اسلامی، رکن نجم-کابل

د نهاد جوانان مسلمان افغانستان (نجم) د شپږمی اجتماع ارکان د موفقه او کامیابه ترسره کیدو مبارکی د نجم کورنی او ټول افغان ملت ته مبارکی وایم.

سږنی اجتماع ارکان د هرات په ښایسته او تاریخی هرات کی ترسره شوه، چی تر څلور سوه د نجم ارکان د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ( کونړ،مزار، بدخشان…) څخه ورته راغلی ول، سږنی کال د نجم لخوا د اتحاد او ورورولی کال نومول شوی دی او نجم له پخوا دا ثابته کړی چی چی د دی مظلوم هیواد خلک یو ملت، متحد او یو موټی دی، د ارکانو اجتماع یی ددی ثبوت ښه بیلګه ده چی له مخلتفو ولایتونو مختلفو قومونو او مختلفو ژبو سره ټول را ټول او په یو ټغر کیناستل.

هرات ته سفر کول د نورو ډیرو مشکلاتو ترڅنګ ۲۰ ساعته مزل او سفر دی چی پوره یوه ورځ او شپه پکی راځی، خو لله الحمد نجومو دا ثابته کړه چی د الله ددین لپاره له ځپل ځان مال وخت او هرسه نه تیریږی، نجوم.مشکلاتو او خنډونو ته سر نه ټیټوی بلکی هغو سره مبارزه کوي، نجوم چې سنګه خبر شول جی د ارکانو اجتماع په هرات تاریخی ولایت کی ده نو ټولو ورته لبیک ووایه او هرات ولایت یی ځانونه راورسول. دا مونږ ټولو ته زیری راکوی چی په دی هیواد کی داسی ځوانان شته چی دالله ددین د قایمولو لپاره شپه او ورځ کار کوی او د هیڅ نوع ستړیا او تکلیفونو پروا نه کوی، پداسی حال کی چی په افغانستان کی داسی خلک شته چی خلک دلله ددین او دالله له کتاب نه لری کوی، خلک نیشنلزم، بی دینی او سیکولرزم ته دعوت کوی او د د دی خاوری د خلکو دترمنځ په یوه او بل نامه نفرت او کرکه خپروی د ځان، کورنی،ملت او هیواد په اړه له خپلو مسولیتونو ناخبره دی، خو ددی په مقابل کی داسی ځوانان (نجوم) شته چی شپه او ورځ ددی ملت د خدمت لپاره ولاړ دی، د کرکی او نفرتونو په ځای مینه او محبت سره خپروی، د نجومو ترمنځ مینه او محبت په الفاظو نه څرګندیږی مګر دا چی په خپلو سترګو یی ووینئ، دی ځواناو درک کړی چی خبل ملت او خپل هیوا د پر دوی حق لری په همدی خاطر د خپل هیواد دابادولو لپاره خپلی مټی رانغښتی دی او دافغانستان د هر اړخیز پرمختګ لپاره کار کوی. نجم په افغانستان کی یواځینی ټولنه ده چی د هر نوع قومی او لسانی تبعیض نه پرته د خپل وطن لپاره کار کوی، نجم تاسی ته سترګی په لار دی، له نجم سره یو ځای شیږ

تل دی وی افغانستان

نه افغانیم و نی ترک و تتاریم

چمن زادیم و از یک شاخساریم

تمیز رنگ و بو بر ما حرام است

که ما پروردهٔ یک نو بهاریم

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *