د کانکور ستوري سترې سيالۍ آزموينه واخستل شوه!

نن جمعه د 1396/12/25 نيټه د ماسپښين په 3:00 د احمدشاه بابامېنې نجم سيميزې څانګې له لوري په احمدشاه بابامېنه کې د دولسمو ټولګيو فارغو سلګونو نارينه او ښځينه زده کوونکو څخه د کانکور ستوري آزمايښتي سيالۍ واخستل شوه، ياده سيالۍ د قاري صيب عمران الحق لخوا د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه، وروسته د احمدشاه بابامېنې نجم مسول سيف الاسلام عباسي ګډونوالو ته د نجم په هکله لنډ معلومات ورکړل او زده کوونکې يې د زده کړو په لور تشويق کړل، له هغه وروسته د سيالۍ عمومي مسول عبدالحنان قريشي ګډونوالو ته د پوښتنو اړوند معلومات وړاندې کړل، د يادې سيالۍ له ترسره کيدو څخه زده کوونکو د خوښي احساس درلود او په راتلونکې کې يې د دا ډول نورو سياليو غوښتنه وکړه، آزموينه په 5:45 بجو پاى ته ورسيده.

موږ د خپل هيواد ځوانان په تعليم راټولوو!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *