نجم می دلارې مشال دی !

لیکونکی: انجنیر علیم خان “سعید”
رکن نجم_کندهار
نجم مې دسبا روڼ ,ځلانده ستوری دی !
نجم مې دمحبت او صمیمیت کور دی !
نجم مې دسولې او سوکالۍ یون دی !
نجم مې دخواخوږۍ او صله رحمۍ سرچینه ده !
نجم مې په تاریکیو کې بله ډیوه ده !
نجم مې دپسرلي خوږه نغمه ده !
نجم مې علمي او ایماني زانګو ده !
نجم مې د ښوونې او روزنې تربیت ګاه ده !
نجم مې دهیلو او امیدونو څرک دی !
نجم مې دمثبت بدلون او ملي پرمختیا راز دی !
نجم مې دځوان کهول دزړه اواز دی !
نجم مې دویاړلو زلمو کاروان دی !
نجم مې دجوانان مسلمان سپیڅلی ارمان دی !
نجم مې دکونډو او یتیمانو د دردونو درمان دی !
نجم مې امانت , ستر مسؤلیت دی !
نجم مې هرڅه دی !
نجم زه یم ! نجم ته یی ! نجم تاسو یی ! نجم مونږ یو !
نجم مې دهیواد پر پاکه سپیڅلې خاوره دځوانانو ستر اسلامي جریان دی !
نهاد جوانان مسلمان (نجم)د باهدفه, ویښو, په وطن او اسلام مینو ځوانانو یو منظم اسلامي ټولی دی, چې دخپل ولس, او په ځانګړي ډول دځوانانو د هراړخیزې ښوونې او روزنې ,لپاره یی مټې رانغاړلي دي,داسې ښوونه او روزنه چی دمثبت ټولنیز بدلون او ملي پرمختګ لامل سي,نجم په ځوانانو کې دوطن دوستۍ روحیه پیاوړي کوي,ځوانان تعلیم او تحصیل ته هڅوي,چې دهیواد دښیرازۍ او ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
دیو پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله !

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *