د هېواد په پرمختګ کې د نجم د داوطلبانه فعالیتونو رول

لیکونکی:عثمان همیم

د نجم شپږمې کليزې په وياړ

د پرمختللیو هېوادونو د پرمختګ یو ستر راز داوطلبانه فعالیتونه Volunteering Activities دي. زمونږ په هېواد کې د داسې فعالیتونو لپاره انګېزه نشته هر څوک پدې فکر کې دي چې که زه په فلاني کار کې برخه واخلم ماته یې ګټه څه ده؟ یعنې تر هغه چې د ده جېب ته څه نا څه شی پکې ونه لویږي دا کار بې ګټې بولي. نجم یا د ځوانانو اسلامي بنسټ د هېواد په ګڼ شمېر ولایاتو کې د داسې یوه حرکت انګېزه خلکو ته ورکړې او خلک یې دېته هڅولي چې په پسرلي کې د هېواد په زرغونتیا کې برخه واخلي او که کله لوی ښارونه د ککړتیا له ستونزې سره مخامخ کیږي دا کار باید تنها ښاروالۍ ته پرېنږدي او دوی هم برخه پکې واخلي، همدا راز په نورو برخو کې هم دوی له هېوادوالو سره اوږه په اوږه برخه اخستې ده. دا چې اساسي قانون د هېواد اتباعو ته د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو حق ورکړی نو څومره ښه ده چې پدې منځ کې متعهد، په دین او وطن مین ځوانان هم راڅرګند شي، سیاسي او ټولنیزه فضا ورباندې رنګینه شي.

په آخر کې د نوموړي بنسټ له مشرتابه دوه غوښتنې لرم، لومړۍ دا چې مونږ ټول مسلمان یو د هېواد ۹۸ سلنه اوسېدونکي مسلمان دي د د بنسټ نوم باید د ځوانانو اسلامي بنسټ شي نه دا چې د مسلمانو ځوانانو بنسټ. دوهمه غوښتنه مې دا ده چې د نوموړي بنسټ نوم هر ځای په دري لیکل کیږی حتی په پښتو لیکنو کې هم دري وي، نو غوښتنه مې دا ده چې په پښتو لیکنو کې یې نوم په پښتو ولیکل شي. هیله کوم چې زما وړاندیزونه د تعصب په مانا تعبیر نه کړئ بلکه دا له نوموړي بنسټ او په هغه کې د راټولو ځوانانو سره د مینې په خاطر دي

په درنښت

عثمان همیم

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *