نجم شپږ کلن شو!

لیکونکی: ذبیح الله حلیم  استانبول – ترکیه

د نجم شپږمې کليزې په وياړ

د ۱۳۹۰ لمریز کال د کب د میاشتې ۱۹مه نېټه د هیواد په کچه د ځوانانو د تر ټولو فعال خوځښت د تأسیس ورځ ده، هغه ورځ چې سل او پنځه ویشت کاله پخوا پکې د هیواد ستړې ارواح د زیاتو هیلو سره خپل رب ته ورغلې وه؛ نجم تأسیس شو تر څو هغه کاروان چې سید جمال الدین افغان یی مخکښ او سالار وو یو وار بیا په حرکت راولي، د ځوانانو پام هغه حیاتي موضوع ته راوګرځوي چې د سید ورته پام شوی وو، هغه ته یی کار ویلی وو او د ژوند تر پایه د خپلو هیلو د پوره کولو پخاطر آرام کښنناست، ټولې هغه دروازې یی د ویښتابه په نیت وټکولې چې استعمار د خوب قلفونه پرې اچولي وو.

حقیقت هم همدا دی چې استعمار په ټوله نړۍ کې د نفرت او بدبختۍ تخمونه شیندلي او لا یی شیندي، ملتونه ویشي، هغومره یی اړ او ټیټ ساتي چې د استعمار هر غږ ته دوه لاسي سلام ودریږي…

نجم تأسیس شو تر څو د ځوانانو پام هغه ټکې ته راواړوي چې استعمار یي په اړه د بې پروایی ذهنیت خپروي او دې موخې ته د رسیدو لپاره بې دریغه بنډلونه شیندي …

نجم تأسیس شو تر څو د سید د پوهې، معرفت، ویښتیا او آزادی د ستوري وړانګې د هیواد تر هر کلي، کور او ګودره ورسوي او هر کور او کوټه کې د علم ډیوې بلې شي.

نجم تأسیس شو تر څو ځوانان خپلو اړوندو دیني او ملي مسؤلیتونو ته متوجه کړي.

نجم تأسیس شو تر څو ځوانانو ته د اسلام سمه پوهه ورسوي او پدې اړه د خپور شوي افراطي او تفریطي ذهنیت مخنیوی وشي.

او نجم تأسیس شو….

نجم په هیواد کې د ځوانانو د رضاکارانه خوځښت بیلګه ده، د نجم ټول منسوبین د دین، هیواد او ملت چوپړ عبادت ګڼي، د ټولو منسوبینو هڅه دا وي چې په څه ډول د خپل ولس او هیواد لپاره مفید او مؤثر کس جوړیدای شي.

شپږ کلونه ډير چټک تېر شول خو ورسره د نجم کاروان هم په همدومره چټکۍ د هیواد لر او بر ته خپلې لورینې په هیوادوالو ولورولې.

بالآخره نجم ځوانانو ته دا روحیه ورکوي او پدې روحیه یي روزي چې خپل هیواد به پخپله جوړوو!

د نجم شپږمه کلیزه د ټولو ته مبارکه وي!

 

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *