د جګړې حل په جګړه !

لیکوال : حضرت نبي نبی زاده

عملي اخلاص ، چې هدف یې د تمدن سم دم نظام په پښو درول دي ، یوه بېله فلسفه ده ، چې په کې د خیالي خوندونو سامانونه لټول کومه ګټه نلري ، لکه څرنګه چې طبابت د علم هدف د لذتونو او خوندونو لاسته راوړل نه بلکې د بدن اصلاح ده ، هغه که په ترخو درملو وي او که په خوږو ! دغسې د اخلاقو هدف هم د ذوق او نظر لذتونه او خوندونه نه ، بلکې د نړۍ اصلاح ده ، هغه که په سختۍ ترلاسه کیږي او که په نرمۍ !او دا حقیقت دی چې یو ریښتونی ، اخلاقي او مصلح انسان هېڅکله له تورې او قلم څخه یواځې یو نشي غوره کولای .

لکه څرنګه چې د قصاص قانون پر وګړو عملي کیدای شي ، پر ډلو هم د تطبیق وړ دی د وګړو په څیر ډلې او قومونه هم کله ناکله سرکښي کوي او لکه څرنګه چې وګړي د حرص او تمې د برلاسۍ پرمهال له خپلې پولې تېری کوي ، په ډلو او قومونو کې هم دا ډول اخلاقي ناروغي رامنځته کېدای شي .

وګړیزه او ټولنیزه فتنه چې د کیفیت له مخې ډېر لوی توپیر لري ، وګړیزه یې یو څه په اسانۍ مهار کیدلای شي ، خو د ډلو فتنه یو بې پایه کړاو دی ، چې د بې شمېره انسانانو د زیان لامل ګرځي ، پوره ټبررونه یې له لاسه د آرام ژوند نشي تېرولای او د تمدن په ټول نظام کې ګډ وډي رامنځته کوي ، نو دداسې فتنې د رېښو ویستنه بې له دې چې د وینو ویالې وبهېږي امکان نلري .

د لته روانه جګړه د یوې ډلې له لورې ګرمه ساتل کیږي او د خپلو ایجنټانو پرمټ د جګړې د اور دغو سکروټو ته پوکي ورکوي ، دغه ډله چې مشري یې د نړۍ د شیطان ( امریکا ) په لاس کیده ، د خپلې ټیګنالوژۍ ، پرمختللو جنګي وسایلو او اخیستلو شویو غلامانو نه په استفادې په اسلامي نړۍ کې د ظلم او وحشت اور بل کړی ، هغه چې سوځیدونکي خاشاک یې مظلوم مسلمانان دي .

د هغې څیړنې له مخې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال خپره شوې امریکا د خپل تاسیس         ( ۱۷۷۶ ) میلادي کال راهیسې « ۲۲۲ » کاله په جګړه او یواځې ۲۱ کاله یې په سوله کې تیر کړي .

هو دا جګړه په جګړه ګټلای شو! خو نه په خپلمنځي جګړه ، که افغانستان او په ټوله کې اسلامي نړۍ له دغه شته ستونزو ځان خلاصول غواړي نو تر ټولو لمړۍ په هرڅومره قربانۍ چې کیږي د بهرنیانو لاسونه له خپلو هیوادونو لنډ او په « اوږو » کې یې پرې کړي .

که مونږ له تاریخه عبرت نه اخلو نو دا به مو ډیر احمق توب ځکه کړی وي چې د همدې تاریخ په هنداره کې مونږ د دغه اوسنیو سترو امپراطوریو د ظلم او انسانیت سره د دښمنۍ کېسې ننداره کوو ، که ډیر لرې لاړ نشو د خپل هیواد « افغانستان » معاصر تاریخ ته نظر واچوو نو له شاه زمان در واخله بیا تر اوسه به ډیر کم داسې شوې وي چې دوی دې زمونږ په هیواد کې د لاس وهنې نه لاس اخیستی وي ، کله چې دوی د شاه زمان په ضد سازشونه جوړول هغه وخت خو په افغانستان کې د دوی په وینا « ترهګر ، القاعده … » ډلې موجودې نه وي ترهګر خو همدوی وو چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې د دسیسو او انسان وژنې پلانونه ترتیبول .

دا هغه دښمن دی چې ، امیر دوست محمد خان د خپل ځوی وزیر محمد اکبرخان په وژلو هم دوست نکړ .

نن بیا افغانستان د د ایوب خان غوندې فاتح ته اړتیا لري، ترڅو ټول قومونه په ځان راټول او د یوه واحد بیرغ لاندې یې د خپل دښمن په مقابل کې ودروي او د دغه لویدلې بیرغ لپاره بیا یوې میوندۍ ملالې ته اړتیا ده چې پورته یې کړي اوبس .

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *