د زده کړو لپاره اساسي او حیاتي دوره!

دپوهنتون (لیسانس) دوره دراتلونکود زده کړو لپاره اساسي او حیاتي دوره وي.

 زده کونکي هڅه کوي چی دخپلی خوښي په بیلابیلو پوهنځیو کی زده کړي شروع کړي. پوهنتونونه هم د معیاري زده کړو په اساس مختلف وي، زیني یی شاګردانو ته د پوره درسي امکاناتو په برابرولو سره وتلي نوم لري، او زیني یی بیا تش په نامه د هیواد د تر ټولو غوره پوهنتون دعوه کوي.

 دا طبعي ده چی د زده کونکو استعدادونه هم فرق کوي، زیني استعدادونه یوازي داستاذ تر لکچر یا چپټر پوري منحصر وي، خو له بل پلوه زیني استعدادونه بیا داسي وي چی د دلکچر او چپټر سربیره په خپل تخصص کي تحقیق او شخصي مطالعي ته لیوال وي او یا حد اقل استاذ نه د معیاري درسونو داوریدو تمه لري.

خو دلته بیا په پوهنتونونو کی دا فضا خوره ده چي استاذ باید د تدریس تر ټولو ښکته او ضعیفه کچه غوره کوي او یا حد اقل ټولو شاګردان په یوه کچه (کمزوري کچه) کی شمیري او درس ورکوي.

ځکه خو هر پوهنتون باید د خپلو درسي ساعتونو تر څنګ یو تحقیقي مرکز ولري چي پکي دهر قسمه تحقیق زمینه برابره وي، د مختلفو بخشونو شاګردان پکی د خپل تخصص اړونده تحقیات او څیړني تر سره کړي. ددي کار به دوه ګټي وي:

۱_ یاد پوهنتون به توانیدلي وي چی خپل شاګردان په مختلفو بخشونو کي وروزي او ټولني ته په تعلیمي برخه کي روزل شوي او تکړه افراد تقدیم کړي، له بل پلوه به ټولني ته په مختلفو موضاعاتو کي دقیقي څيړني را ټولي کړي

۲_ دا کار به د یاد پوهنتون ارښت او مرتبه په ټولنه کي ثبت کړي او او خلک به یی هم د خپلو راتلونکو زده کړو لپاره د تعلیم يواځینیۍ مرجع وبولي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *