دري نه هیریدونکې ورځې!

دا هغه ورځې وي چې د افغانستان د څه دپاسه دیرش ولایتونو د نجم ځوانان د یوه شعار او هدف لاندي راټول شوي وو. او ددوۍ تر منځ د مینې،  عاطفې او خلوص ډکه فضا قایمه او خپره وه. هیچا پکې د یواځیتوب، او مسافرتوب احساس نه کاوه. ناپیژانتوب،  بیګانه توب او ستړتیا د سیمې کډه کړي وه. د ټولو ځوانانو زړونه د مینې او محبت په پیوند سره پیوند او د یوه قیادت تر چتر لاندي سره یو ځای وو. د سمتي، قومې او نژادي توپیرونو څخه زړونه په پاکو اوبو مینځل شوي وو. په دي دري ورځو کې نالیدلي اشخاص د ورورۍ تر کچې هم سره نژدي شول. ټول ماحول د خاطراتو او احساساتو څخه ډک وو او ټولو ځوانانو په یوه غږ د تعلیم او خدمت اوازونه سره بدرګه کول.
د ایثار او قربانۍ اړخ یې لامثاله وو هیڅ یو کس په خدمت کولو کې د ستړتیا او کمزورتیا احساس نه کاوه. قربانې ورکول او خدمت کول یې خپله وجیبه ګڼله.
چې د رخصتۍ او جدایۍ په وخت کې ډیری اوښکې د ځوانانو په مخونو او اننګو راپریوتي.
کور جوړوم، ورته راوړم، د قلمونو ونې
کور جوړوم، ورته راوړم، د کتابونو خښتې
قناعت سعید

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *