نجم د تعهد او تخصص لښکر!

نهاد جوانان مسلمان (نجم) پنځه کاله وړاندې د هیواد د بادرکه او متعهدو ځوانانو لخوا تأسیس او په ډیره کمه موده کې یي د ځوانانو په زړونو کې ځان ته خاص ځای پیدا کړ. دمګړی نجم د هیواد په 32 ولایاتو کې فعال شتون لري.

د نورو ځانګړنو تر څنګ ځینې خاصې ځانګړنې چې نجم یی له نورو شته بنسټونو بیل کړی هغه په نجم کې د شورائی نظام حاکمیت، مالی خودکفایی، د مسؤلینو محاسبه، منظم تربیتی سیستم او منظمې لایحې او اساسنامې شتون، د ټاکلو موخو په لور منظم یون … بلل کیدای شي. نورو بنسټونو کې کېدای شي یادې ځانګړنې یواځې د کاغذ پر مخ موجودې وي خو نجم په عمل کې یادې ځانګړنې ثابتې کړي دي.

په نجم د عامو افغانانو او په خاص ډول ځوانانو اعتماد بې سارې دی؛ ځکه خو یی د فعالیت لمن له شماله تر جنوبه او له شرقه بیا تر غربه د هیواد په هر لوري خوره شوې او لا پراخېږي.

د نجم په داخلي برنامو کې ګډون او هلته د هیواد د مختلفو شته قومونو اړوند ځوانانو خپلمنځي ورورولي، مینه محبت او جدیت وجود کې دا حس لا پیاوړی کوي چې د هیواد د دښمنانو دسایس به د دغه مبارزو ځوانانو په مټ له منځه ځي؛ زړه کې د هیلو دا غوټۍ لا وغوړیږي چې راتلونکي لپاره داسې متخصص لښکر تنظیم شوی چې د تخصص تر څنګ د تعهد په ګاڼه هم سمبال شوی دي.

روان لمریز کال د نجم لخوا د تعلیم او خدمت په نوم نومول شوی چې په ترڅ کې به یی د نجم ټول منسوبین د هیواد په ګوټ ګوټ کې د تعلیم د پراختیا او ارزښت په اړه هیوادوالو ته منظمې برنامې په لاره واچوي، تر څنګ به یی نورو فعالو ځوانانو ته دا پیغام ورکړي چې د روان ناورین څخه د وتلو تر ټولو ګټوره لار تعلیم ته مخه کول دي.

یادې کرښې د نجم د ارکانو په کلنۍ اجتماع کې له ګډون وروسته ذهن ته راغلې.

د ښېرازه اسلامي افغانستان په لور!

ذبیح الله حلیم

کابل – افغانستان

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *