اقصی نارې وهي (شعر)
اسدالله ریان
ښکېلاک را نه غلا کړی قدس مې اوښکې تویوي
اقصی نارې وهي
تر کله به ویده وو دښمنان مو ګړندي
اقصی نارې وهي
زما خاوره یې نیولی ده دي ټول صهیونستان
د ظلم خاوندان
عزیز یې را نه واخیست طیاره د اپاچي
اقصی نارې وهي
فریاد د بورو میندو دی په لوري د الله
نشته معتصما
ماشوم ده ملا تړلې دښمن مخ ته نه پریږدي
په کاڼو یې ولي
اخلاص مو که ملګری وو ژوندی به شي احساس
بریا هم د حماس
کلي د قدس چې واخلم هغه وخت به وي ښادي
اقصی نه وي بندي
عمر به بیا را نه شي ته په خپله شه عمر
قبله مو په خطر
ای ځوانه عمل وکړه درته نه ښایی سستي
دنیا هسې فاني
شاهین په شان والوزه شه استازې د احرار
نابود کړه ټول اشرار
مسیر ته دی پام وکړه یې وارث د ایوبي
غفلت نه جدایي
د قدس په دیوالونو چې رپیږي زمونږه توغ
دردونه به شي روغ
تاریخ هغه څوک لیکي چې یې کاروي د زمري
آثار یې په تندي
دا ژمنه د الله ده چې حاکم به شي اسلام
دښمن به یې ناکام
یا ربه نصرت راکړی ریان ستا دی سپاهي
اقصی نارې وهي
کابل، خوشال خان
۱۰/۴/۱۳۹۲