د نجم ارکانو لومړنۍ اجتماع وکړه

د نهاد جوانان مسلمان )نجم( ارکانو د اسد میاشتې له ۲۴مې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې اجتماع وکړه. اجتماع ته له مختلفو ولایتونو څخه د نجم ارکان راغلي وو.
اجتماع د چهارشنبې ورځې ماښام په کابل کې د نجم په مرکزي دفتر کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د نجم امین عام ډاکتر هدایت الله حميدي د هیواد له مختلفو برخو څخه راغلو ارکانو ته ښه راغلاست ووایه، د اجتماع مشر یې د نجم رئیس دوکتور رحمت الله ذاهد اعلان کړ، او د سکرتریت لپاره یې د کابل ولایت مسؤل روح الله ساحل، د ننګرهار ولایت مسؤل قدرت الله جاهد او په مزار کې د نجم مسؤل محمد سالم امیني ونومول.
د اجتماع د پیل په ورځ د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي زون مسؤل دوکتور فصیح الله او په افغانستان کې د اسلامي مبارزاتو د مشهورې څېرې او تکړه لیکوال استاد محمد زمان مزمل هم د میلمنو په حیث ګډون کړی وو.
د اجتماع د مسؤل دوکتور رحمت الله زاهد له مقدماتي لنډو خبرو څخه وروسته استاد مزمل د خپلې وینا لپاره وبلل شو. استاد مزمل د مصر په وضعیت له خواشینۍ وروسته د نجم د ارکانو د اجتماع په دایرېدلو خوښي څرګنده کړه. وروسته یې په افغانستان کې د مسلمانو ځوانانو د کار او مبارزاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د روسانو له مستقیم تیري مخکې یې د کابل په پوهنتون کې د نهضت جوانان مسلمان له جوړښت راوروسته حالاتو رڼا واچوله، د ځوانانو د نهضت د جوړښت اسباب یې بیان کړل او د کار لوړې ژورې یې وڅېړلې.
وروسته له هغه څخه د اجتماع ټول ګډونوال په څلورو ګروپونو وویشل شول.
د دوهمې ورځې په سهار له لمانځه او اذکارو وروسته ټولو ګډونوالو په ګده سپورتي تمرینات وکړل.
د چای له څښلو وروسته دوهمه برخه د فرزې ولسوالۍ په یو ښکلي تفریحي باغ کې پیل شوه.
په دوهمه ورځ د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس ښاغلی نصیر احمد نويدي، د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد د څانګې مشر استاد عبد الفتاح جواد، د مرکزي شورا غړی استاد حسبنا الله متوکل او د مرکزي زون مسؤل دوکتور فصیح الله د میلمنو په حیث حاضر وو.
د اجتماع ځای په بنرونو کې د نجم په لوګو او شعارونو سره ښکلی شوی وو او هر څه د یوې لویې ونې سیوري ته تنظیم شوي وو.
د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس استاد نويدي په خپله یو ساعته وینا کې د نجم د ارکانو د اجتماع په دایرېدلو سره خوښي څرګنده کړه. د ځوانانو د کار په مختلفو اړخونو یې تفصیلیي خبرې وکړې او د ځوانانو لپاره یې په بیلا بیلو اړخونو کې خپل رسالت ته د متوجه کیدلو سپارښتنه وکړه.
د اجتماع د ستیج د ویندوی ډاکتر حميدي په غوښتنه سره استاد نويدي د یو بل ساعت لپاره د ارکانو د سوالونو ځوابونه او د خپل تجربو په اساس مشورې ورکړې.
استاد عبدالفتاح جواد هم اجتماع ته وینا وکړه. د افغانستان د ځوان نسل لپاره یې د ځوانۍ په روحیه په کار ټینګار وکړ او د نجم له ارکانو څخه یې په ټولو کارونو کې د پوره جدیت او د سالمې رهبرۍ غوښتنه وکړه. استاد جواد وروسته په څه ځانګړو برخو کې د زیات کار سپارښتنه وکړه او د ولس سره د مینې او اخلاص په مټ د کارونو سمبالښت یې اړینه خبره وبلله.
استاد حسبنا الله متوکل او دوکتور فصیح الله هم خپلې خبرې د اجتماع ګډونوالو ته واورولې.
د اجتماع په ځای کې د ډوډۍ او چای انتظام هم د نجم د مالي مسؤل ذبیح الله حلیم په واسطه شوی وو.
د ماسپښین له لمانځه وروسته دوهمه برخه د نجم د پلان او راپورونو ارزونې ته ځانګړې شوې وه. د نجم د عامه فعالیتونو مسؤل محمد مدثر اسلامي د روان کال لپاره د نجم پلان واوراوه چې وروسته د نجم امین عام هدایت الله حميدي د کال د لومړي فصل د راپورونو په رڼا کې فعالیتونه وارزول.
له هغه وروسته د نجم د رئیس تر مشرۍ لاندې په بله برخه کې د نجم د کارونو په لاره کې په فرصتونو او خنډونو باندې بحث وشو چې ټولو ګډونوالو برخه پکې واخیسته او د خنډونو د له منځه وړلو لپاره د شته نظرونو په رڼا کې فیصلې وشوې.
د ورځې په پای کې تفریح او لامبو ته وخت ورکړل شوی وو.
اجتماع په دریمه ورځ د نجم په مرکزي دفتر کې د سهار له لمانځه او اذکارو وروسته د سلام پوهنتون د استاد دوکتور محمد عارف عطايي له خوا د سمعې او طاعت په درس باندې وغزېدله. استاد عطایي، سمع او طاعت د قرآن کریم او احادیثو په رڼا کې وڅېړل او د هغه د شتون او تر پښو لاندې کېدلو په اړه یې د صحابه کرامو او اوسنیو اسلامي حرکتونو له کار څخه نمونې وړاندې کړې.
له چای څښلو وروسته د نجم د اساسنامې او کاري لوایحو په اړه تفصیلي بحث وشو. راغلي تغییرات پکې وڅېړل شول او د تائید لپاره د ټولو ګډونوالو نظرونه پرې واخیستل شول.
د نجم د ارکانو په دې لومړنۍ اجتماع کې د نجم مرکزي شورا هم تشکیل شوه چې د نجم د مدیره هیئت سره سره د مختلفو ولایتونو څخه ۲۵ کسان پکې غړي شول.
د نجم په مدیره هیئت کې د غړو په اړه تغییرات هم تصویب شول.
د اجتماع په پای کې د اجتماع د سکرتریت غړي روح الله ساحل په مصر کې د وروستیو تحولاتو او د کودتايي حکومت له خوا د منتخب جمهور رئیس په ملاتړو د بې دریغه ډزو په پایله کې د زرګونو مصریانو د وژل کیدلو په اړه د نجم د ارکانو د اجتماع پرېکړه لیک هم ولوستل شو.
د سکرتریت غړي قدرت الله جاهد په اجتماع کې شوې پرېکړې ولوستې.
د نجم رئیس دوکتور رحمت الله زاهد پایلیزه وینا وکړه او اجتماع په کابل ښار کې د احمدشاه بابا مېنې د ساحوي حلقې د مسؤل محمدخالد په دعائیه سره پای ته ورسېده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *