کریکټ: سریلانکا په ۴ ویکټو له افغانستان لوبه وګټله

بي بي سي

د ۲۰۱۵ کریکټ نړیوالو اتلولیو په درشل کې افغانستان خپله دویمه لوبه سریلانکا ته وبایلله.

پچه سریلنکا ګټلې وه او افغانستان ته یې د بیټنګ بلنه ورکړه.

د سریلانکا کپتان انجیلو میتوز د پچې له ګټلو وروسته وویل، غواړي بالنګ ته د مناسبو حالاتو نه ګټه پورته کړي. نوموړي له لوبې مخکې ویلي و چې دوی افغانستان ضعیفه لوبډله نه ګڼي او د نننۍ لوبې په اړه جدي دي.

د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي وویل که پچه ده ګټلې وای نو ده به هم لومړی د بالنګ پرېکړه کړې وای ځکه د پرون ورځې باران او سړې هوا له کبله ښايي توپوهونکي د لوبې سر کې ښه وځلېږي.

د افغانستان لوبډلې په ۴۹ اورونو او څلورو توپونو ۲۳۲ منډې جوړې کړې او د سریلنکا لوبډلې ته یې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ۱۰۵ منډو په توپیر بنګله دیش ته وبایلله.

سریلانکا خپله لومړۍ لوبه د نړیوال جام سیالیو کوربه لوبډلې نیوزیلنډ ته په ۹۸ منډو وبایلله. سریلانکا هغه لوبډله ده چې د ۲۰۱۱ کال کريکټ نړیوال جام کې یې پایلوبې ته ځان رسولی و او هلته یې له هند نه وبایلله.

د لوبې تر ختمېدا وروسته د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي وویل: “فکر کوم موږ ۳۰-۴۰ منډې کمې درلودې خو بیا مو هم ډېر ښه بالنګ وکړ او د خپلې لوبډلې له لوبې خوښ یم”.

د سریلنکا روزونکي او پخواني لوبغاړي مارون اتاپتو ویلي و، افغانانو پیل کې ډېر ښه بالنګ وکړ او موږ اندېښمن وو خو اوس باید دغه هدف په اسانه لاسته راوړو.

افغانان په توپ نیونه کې تر اوسه ډېر ښه ځلېدلي دي. یوازینۍ خو حساسه تېروتنه یې د رن اوټ چانس له لاسه ورکول و.

د بي بي سي همکار ایمل پسرلی لیکي: د خواشینۍ او نهیلۍ خبره دا ده چې افغان لوبډلې خپلې شپږ وېکټې د ښه بالنګ له کبله نه بلکې د ناسمو شاټونو له امله له لاسه ورکړې.

د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې به سبا د زمبابوې او متحده عربي اماراتو تر منځ لوبه ترسره شي.

د مارچ پر لومړۍ نېټه سریلانکا له انګلستان سره لوبه لري، او د راتلونکې چارشنبې په ورځ (فبروري ۲۵) افغانستان خپله درېیمه لوبه له سکاټلنډ سره لري.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *