ټولنه کې د هنر او ادب ونډه

لیکواله: هما جعفری

ژباړه: حبیب میرخېل

کله، چې لومړني انسانان له ناپېژاندو او عجیبه پدیدو سره مخ کېدل، د داسې چارې او حل لارو لټون یې کاوه، چې د روح آرامتیا او معنویت (له آسمان او غیب سره اړیکه) او ښکلا( داخلي او خارجي) ته  د خپلې فطري اړتیا پوره کولو لاره ومومي. تر دې، چې په تدریج سره یې زده کړل، چې د عبادت له لارې، کلام، موزونو غږونو او منظمو ادبیاتو ته په مخه کولو سره کولای شي خپل هدف ته ورسیږي. له بشره راپاتې تر ګردو زاړه او لرغوني لیکلي آثار، دیني او حماسي منظومې دي، لکه: د اوستا ګاڅونه، د داوود علیه سلام د سرودونو یوه برخه، د سلیمان علیه سلام قصیدې، د پخوانیو هندوانو د «ویدا او اوپنیشاد» ځینې برخې، د هومر ایلیاد، د چین او جاپان ملي حماسې. خو نثر له شعر ډېر وروسته د بشري علومو په پراخېدو او عامېدو سره په را وروسته دورو کې دود شوی دی.

د دې مسلې اهمیت په دې کې دی، چې په قرآن کې د خدای (ج) کلام هم د مکې په دوره کې (د بعثت له پیل تر دیارلسم کاله)، د شعر له ډوله، مسجع او وزم لرونکی دی او هم له دې امله دی، چې قرآن، آذان، دعاګانې او مناجات د دې له پاره، چې د مؤمنانو په زړونو کې ځای پیدا کړي، په خواږه او زړه وړونکي غږ لوستل کیږي.

هنر هم د مذهب او ادبیاتو په څېر له تېر څخه تر دې دمه، د بشري ژوند د رکنونو اصلي جزء او له دیني باورونو او آیینونو سره د نېغې اړیکې او هم له دې امله، چې انسانانو تل د هنري آثارو په پنځولو سره د خوښۍ او خوند احساس کاوه، د انسان له ژوند سره نغښتی دی. د هنري ژانرونو له منځه، موسیقي له نورو هنري ژانرونو وړاندې شتون درلود. مذهبي موسیقي په نړۍ کې د موسیقۍ ډولونو تر ټولو لرغونې هغه ده. د افریقا، مغولستان او منچوري ټول صحرا مېشتې قبیلې د آمازون او ګینې ځنګل مېشتې او د امریکا لویې وچې ټول سره پوستان، له ناڅرګند تېر وخت راهیسې په خپلو مذهبي دودونو کې چمبه يي او تاري سازونه غږوي او له موزونو غږونو ګټه اخلي. په همدې شان د چین، هند، یونان او روم پخواني وګړي. دا مهال د ارګانون (پیانو) غږول او د ډله ایزو سندور ویل د کلیسا له دود شمېرل کیږي. په اسلام کې هم غنا ـ د محفلونو د هر ډول مخصوص آواز په مانا ګناه او هغه موسیقي، چې اورېدل یې د عقل، ارادې او پرېکړه کولو د زوال لامل شي – د اسلام له پیله حرامه ګڼل شوې ده. خو تر ډېره یو شمېر مذهبي فرقو او فقهي مکاتبو د اسلامي تاریخ په اوږدو کې له مذهبي سندور (په لحن د قران او مناجاتو تلاوت، نعت، مولودي، مداحي، ذاکري، وېرنې او شرعي سماع لوستل) سره مخالفتونه نه لرل او د (دریا، ډول، سُرنا، نی او رباب) په شان د ځانګړو سازونو کارول یې په جشنونو، مېلو، ودونو، نظامي تمرینونو او… کې مجاز ګڼلي دي.

هنر څه دی؟

هنر، یانې مخاطب ته د هنرمند د عواطفو او احساساتو لېږونه. پیاوړي هنرمندان کولای شي خپل عواطف او تجربې په داسې بڼه څرګندې کړي، چې د مخاطب د احساساتو پارېدو لامل شي او له مخاطبینو سره د ګډو او مشترکو عواطفو په جوړولو سره، معنوي اړیکه او پیوند ټینګ کړي. هنرمندانو د بدیع او نویو آثارو په پنځولو سره هغه څه د ټولو د پوهاوي وړ کړل، چې عادي انسانان یې له درک څخه عاجز وو. انځورګري، نقاشي، مجسمه جوړونه، د سندرو کمپوز، فلم جوړونه، تیاتر، معماري، کاریکاتور جوړونه، طرح، ډیزاین او نور نن ورځ د انساني ټولنو د ژوندانه له زړه راښکونو او ثابتو برخو ګڼل کیږي.

تولستوی وايي: هنر یو انساني فعالیت دی، چې هدف یې د هغو غوره او لوړو احساساتو لېږدونه ده، چې انسانان ورته لاس رسی لري.

ادبیات څه دي؟

هسې خو وايي، ټول هغه منظوم او منثور آثار، چې هنریت ولري ادبیات ګڼل کیږي، مګر د ادبیاتو د ماهیت په اړه دا هم ویل شوي، چې ادبیات له هغو خبرو څخه عبارت دي، چې د عادي خبرو له کچې لوړې او مرموزې وي، خلک یې له لوستلو او اورېدلو خوند اخلي او پر احساساتو اغېز پرېږدي.

د ژورو احساساتو او پستې ژبې لرونکي شاعران او پیاوړي لیکوال د خپل تخیل او تفکر په ځواک او بدیع ژبې په کارونې سره، کلام ته ځانګړې بڼه او مانا وربښي او د لوستونکي په ذهن او فکر کې په نفوذ سره، هغوی د ځان په غم او ښادۍ کې شریکوي او کله کله د بېلابېلو ادبي آثارو لکه: شعر، نظم، فیلم نامې، کیسې، ناول، رومان، ډرامې او نورو په وړاندې کولو سره پر عواطفو او احساساتو سربېره، خپل افکار، پوهاوی او تجربې هم مخاطب ته لېږدوي. په دې کار سره په ټولنه کې اتحاد ټینګوي، د سترو مادي او معنوي پرمختګونو لامل کیږي؛ په همدې ترتیب کله ناکله دومره ژور او تل پاتې اغېز پرځای پرېږدي، چې د نسلونو په اخلاقو او فرهنګ کې د تحول او پرمختګ بنسټ جوړوي.

د هنر دنده:

یو وخت په لوېدیځه نړۍ کې په دې اړه، چې آیا ښکلا د هنر ذاتي جزء دی که نه؟ جنجالي بحث مطرح شو. یو شمېر په دې اند وو، چې هنر له آره د نړۍ په اړه د بشر ښکلا پېژندنې تجربه ده او یو شمېر نور په دې اند وو، چې هنر، د نړۍ له ښېګڼو او بدګڼو یوه تجربه ده. خو باید په پام کې ولرو، چې که هنر یوازې د خوند اخستلو او ښکلا پېژندنې وسیله وي، ګڼ شمېر ارزښتمند هنري آثار به،  چې د بېلګې په توګه بېوزلي، تبعیض، جنګ، مرګ او کډوالي انځوروي، د هنر له کړۍ بهر شي.

د اخلاقو یو شمېر پلویانو، هنر د بشري کمالاتو د لوړتیا او لوړ انساني فضیلت او معنویت ترلاسه کولو له پاره وسیله وګڼله. د لیو تولستوی په خبره: هنر، یوازې د زړه راښکونو آثارو تولید نه دی او نه هم خوند له ټولو مهم دی؛ بلکې هنر د بشري ژواک د دوام او د فرد او انساني ټولنې د نېکبختۍ په لوري ګام اخستو له پاره د انسانانو ترمنځ د اړیکو ساتلو وسیله ده.

هنرمند د خپل پلټونکي متجسس ذهن له لارې تازه او نوي آثار رامنځ ته کوي، څو له دې لارې د لیدونکو د سترګو پر وړاندې د متفاوتې نړۍ کړکۍ پرانیزي. هره ټولنه کولای شي د ښه او سالم هنر د کارونې له لارې د ژبنیو او فرهنګي توپیرونو له شتون سربېره، د ټولې نړۍ له انسانانو سره هر وخت اړیکه جوړه کړي او د هنر په ژبه ـ د ټولو د پوهاوي ګډه ژبه ـ دې خاورینه نړۍ کې ژوند ته ژوره مانا او مفهوم وبښي.

د ادبیاتو دنده:

پر ټولنه د غوره او سالمو ادبي آثارو له ژور او ارزښتمند اغېز هېڅوک سترګې نه شي پټولای. دغه آثار له ټولنې سره ثابت او نه شلېدونکې اړیکه لري. ادبیات د ټولنیزو او انساني ارزښتونو د بیان او ترویج له امله، د ټولې بشري ټولنې له پاره ګټور دي. د ادبیاتو ستره دنده د غوره ژوندانه له لارو چارو سره د انسان بلدول او د زده کړې، کره کتنې، سمون، یوالي، مینې او همدردۍ له لارې د پرمختګ او کمال له پاره هڅه ده او تل یې د لوړو انساني هیلو د پوره کېدو په لور د بشر لارښوونه کړې.

ادب، چې په پیل کې د ښه ژوند کولو د لارې او دود مانا یې دلوده، فني ادب( د ادبي آثارو پنځول) ته یې پراختیا ورکړه او په واقعیت کې د شفاهي ادب له لیکلي ادب سره اړیکه پیدا کړه او په دې سره ادبیات د ښه او غوره ژوند کولو د پېژندلو وسیله وګرځېده.

ادبیات تل له اخلاقو سره ټینګه او پخوانۍ اړیکه درلوده او د ځان پېژندنې پر مهمه مسله یې ډېر ټینګار کړی. له دې امله، چې په اسلامي تعلیماتو کې ځان پېژندنه د خدای پېژندنې شرط او بنسټ ګڼل شوی، کولای شو د اخلاقو په وده، د دیني او اخلاقي ارزښتونو په پیاوړتیا کې د ادبیاتو ونډه مقام درک کړو.

تولستوی، هنر او ادبیات د الهي جمال تر ټولو لوړه تجلا او د انسان له پاره د عالي روحي او معنوي خوندونو زیږوونکي تعریف کړي دي. جرمني فیلسوف ایمانویل کانت شاعري تر ټولو غوره هنر بولي او وايي، چې «شعر، د فکر او روح آرامونکی او انسان روزونکی دی).

کولای شو ووایو، چې هنر او ادبیات، په ټولو اهدافو او دندو کې کابو ګډ او یو شان ځانګړنې لري او هېڅ راز حدود هغوی نه شي جلا کولای. ښايي وویلای شو، چې له آره ادبیات د هنر یوه برخه ده، مګر هغه برخه، چې د زیاتې پراختیا له امله یې تر یوه حده خپلواکي موندلې او تر ډېره جلا څېړل کیږي؛ حال دا چې د ماهیت له انده ـ لکه څنګه چې ارسطو وايي ـ د هنرونو په لړ کې راځي. ادبیات د لاسي، انځوریزو، تجسمي، صوتي او … هنرونو پر وړاندې کلامي یا د خبرو هنر دی.

ماخذونه:

۱. موسیقی و غنا از دیدگاه اسلام، محمّد اسماعیل نوری، قم: بوستان کتاب، 1385، ص35ـ57.

۲. هنر چیست؟، لئو تولستوی، مترجم: کاوه دهگان، تهران: امیرکبیر، 1364، ص76.

۳. آشنایی با نقد ادبی، عبد الحسین زرّین کوب، تهران: سخن، 1374، ص25.

۶. پیامبر (ص): آن کس خدا را می شناسد که خود را بشناسد. ر.ک: کیمیای سعادت، ابوحامد غزّالی، تهران: حکمت، 1360، ج1، ص123.

۷. ر.ک: ادبیات و بازتاب آن، ویلیام جی گریس، مترجم: بهروز غریب نژاد، تهران: سیما، ص15.

۸. موسیقی در ادبیات، طغرل طهماسبی، تهران: رهام، 1380، ص4

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *