ځوان دعوتګر ته د دکتور قرضاوي څو خبرې

ژباړه: ابوحنیفه اسلامي

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت غوره والی په دې وجه دی چې دوی ایمان راوړو سره په نیکيو امر او منکراتو نه منع کوي. نورو امتونو ایمان راوړی وو، خو په نیکیو امر او منکراتو نه یې منع نه کوله. پدې اړه الله جل جلاله فرمايي: (كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ).

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر حکم فرض دی، چې ځینې علما وایي فرض کفایي دی او ځینې بیاوایي فرض عین. که اوس وخت کې مونږ خپل شاوخوا، خپل وطن او اسلامي نړۍ ته پام وکړو، دعوت بیا په هر شخص باندې فرض کیږي، ځکه چی داعیان کم شوي او فسق او منکرات زیات شوي.

اسلام د دعوت دین دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیان ټول داعیان دي؛ پدې لاره کی به مشکلات او ستونزې وي؛ دعوتګر به له خپله وطنه شړل کیږي او نورو کړاوونو سره به مخ کیږي. که چیرې دعوتګر سره د دعوت په هکله پوره معلومات نه وي، له څه مودې وروسته هغه دعوت پریږدي.

دلته د ستر داعي او مشهور اسلامي عالم دکتور یوسف القرضاوي نصایح را اخلم، چی هر دعوتګر ته د درد د دوا حیثیت لري؛ هیله من یم،چی ځوانان ترې ګټه واخلي.

لومړی: د تخصص احترام وکړه

هر علم او فن خپل اهل او خپل افراد لري، هر بخش پریږدئ خپلو افرادو ته. لکه چی یو ډاکټر ته نه ښایي چې د نجار یا انجینر په کارو کې لاس ووهي، دعوتګرو ته هم پکار ده چې د هرې برخې د متخصص احترام وکړي او د نورو په کارو کې دې لاس وهی نه کوي. قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مونږ ته همدا رازده کوي. الله جل جلاله فرمایی: (فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ).

په اوسني وخت کې ډیر کسان شته چې اصلا یې اهلیت نه وي، خو په مهمو قضایاو کې بیا همدوی فتوی ورکوي؛ حال دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب کرام به په فتوی کی ډیر دقیق ول، تر دی چې د فتوی په وخت به په اصحابو لړزه راتله.

امام مالک رحمة الله علیه وایي څوک چې غواړي فتوی ورکړي نو مخکې له فتوی نه دې ځان د جنت او جهنم په مخکې کیږدي؛ یوه ورځ امام مالک نه ۲۲ پوښتنې وشوې خو هغه یواځې دوه پوښتنو ته ځواب ووایه.

دویم: نرم خویه اوسه او سختي مه کوه

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دې تر څنګ چې د ټولو مسلمانانو لپاره نمونه او قدوه وه، یو کامیابه داعي هم وه؛ هغه د ټولو داعیانو لپاره نمونه ده. نبي کریم صلی الله علیه وسلم به په کارونوکی نرم مزاجه وه؛ عایشه رضی الله عنها فرمایي، چی کله به رسول اللله صلی الله علیه وسلم ته د نرم اوسخت کار اختیار ورکړل شو نو هغه به نرم کار کاوه. همدا رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (إن الله رفيق يحب الرفق في الأمر كله).

سختی بالکل له منځه وړل هم ندي پکار، بلکی دا په دعوتګرو پورې اړه لري چې د غصې یا سختۍ او نرمۍ وخت وپیژني.

دریم: په حکمت او ښې طریقې سره دعوت کوه

که غواړې چې د دعوت په میدان کې د خلکو زړونو ته لار ومومې او زړونه لاس ته راوړې نوهغه طریقه وکاروه کومه چې الله او د هغه رسول صل الله علیه وسلم مونږ ته راښودلې ده. الله جل جلاله فرمایي: (ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ) النحل ۱۲۵

بل ځای کې بیا الله جل جلاله دعوتګرو ته بل مثال وړاندې کوي او د موسی علیه السلام طریقه رازده کوي، الله جل جلاله فرمایی: (إذْهَبَا إلَی فِرْعَوْنَ إنَّهُ طَغی فَقُوْلَا لَهُ قَوْلًا لَیناً لَعَلَّهُ یتَذَكَّرُ أوْ یخْشی)

ددی ایتونه نه معلومیږی چی دعوتګر باید له خپل مخاطب سره جی هغه کافر ده په دیره ښه او اوحکمت سره وچلیږی هغه نرم خویه او نرم مزاجه واوسی. دا که چیری مخاطب یی کافر وی او که مسلمان وی نو په طریقه اولا سره پکار ده چی هغه سره نرم او ښه وچلیږی

څلورم: په ټولنه کی له عامو خلکو سره ژوند وکړه

د فقر، غریبۍ ، بې سوادۍ،ظلم، او… د له منځه وړلو لپاره ځوانان راټول کړه او دا شیان له منځه یوسئ.

خلک تنها مه پریږده، له هغوی څخه ګوښه کیږه مه، بلکې د هغوی مشکلات حل کړه، د هغوی اوښکې پاکې کړه او د هغوی څخه د اوږو بار کم کړه.

په ټولنه کی باید تا ټول خلک په تقوی، اخلاص، او د خیر په کارو کې له ټولوڅخه وړاندې او په ښو اخلاقو وپیژني.

پنځم: په مسلمان نیک ګومان کوه

دعوتګر باید په مسلمان باندې همیشه نیک ګومان وکړي او انسان ته پدې سترګه وګوري چې دا د خاور څخه جوړ یو انسان دی؛ طبیعي به ګناه کوي ځکه چې د دوی پلار ادم علیه السلام هم ګناه کړې وه؛ پدې سترګه ورته مه ګوره چې انسان یوه پرښته ده همیشه به عبادت کوي او کومه ګناه به ترې نه کیږي.

الله جل جلاله مسلمانانوته وایی: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَ…)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *