د دین په نوم خرافات او پایلې یې

اجمل جلال

د سریزې په توګه؛ شرقي او په ځانګړي توګه اسلامي ټولنې، عموما د احساساتو طوفانونو پسې اخیستي دي. د مسائلو په اړه حساسیت او بیا د دې حساسیتونو څخه په دفاع کښې بې فکره منډه، د دې ټولنو لویه ځانګړنه ده. د مسئلې د وضاحت لپاره که یو مثال وړاندې کړم نو د اسلامي ټولنو پر احساساتو داسې لوبې کیږي لکه د هسپانیا او ځینو نورو هیوادنو  د غوايي پر وړاندې لوبې، چې د یوې ټوټې په مقابل کښې د غوايي قهر او غضب را و پاروي، غوايي نو بیا یا د پارونکي کولمې را وباسي او یا خپل ښکر مات کړي.  د مسائلو پر وړاندې حساسیت د انساني فطرت جز دی او د اسلامي ارزښتونو په مقابل کښې حساسیت خو  د ایمان نښه ده. اما ستونزه په پټو سترګو، د شایعاتو او پروپاګند پر اساس د حساسیت ښودل دي، چې بې له زیان او پښیمانۍ بله ګټه نه لري. د فرخندې په مسئله کښې ډیرو خلکو په پټو سترګو میدان ته  و دانګل او وروسته پښيمانه شول. د مسلمان په مقابل کښې په عجولانه ډول پریکړه کول به بې له زیانه بله ګټه و نه لري.

په هر صورت، زه غواړم د اسلامي حرکت منسوبینو لپاره څه ولیکم. ځکه چې اسلامي حرکت د منظم کار هوډ لري او په منظم او شعوري ډول کار کول پرانیستې سترګې غواړي. د اسلامي حرکت د کار غوښتنه دا ده چې احساسات د عقل او شعور په اساس کنترول شي تر څو مثبت نتایج تر لاسه شي. د کره معلوماتو او عقل پر اساس پلانونه طرح کول د حرکت د کامیابۍ لوی دلیل دی. په همدې دلیل، باید د افغانستان اسلامي حرکت، حالات سم وڅېړي او د حالاتو مطابق ستراتیژۍ او پلانونه جوړ کړي.

په افغانستان کښې د اسلامي حرکت په مقابل کښې د غربي ښکیلاک، د دسیسو او ورانکاریو تر څنګ، د کورنیو ستونزو لویه ډیپو پرته ده. د دې ستونزو په رأس کښې د دین په نامه د خرافاتو او بدعتونو سوداګر دي. د دوی کړنې پرته له شکه چې د دین په نوم او حساب تمامیږي. په افغانستان کښې د تعویذونو لیکل، کوډې کول، پر زیارتونو د منجورانو ګرم بازار او هغوی ته په ځانګړي توګه د ښځو ورتګ، ټول د دین په نامه تر سره کیږي. دا ستونزه دومره عامه ده چې هیڅ ولایت او کلۍ یې له اغېزې پاک پاتې نه دی. بنا د اسلام پر سپیڅلي بدن دا ناولي داغونه، د اسلام، مسلمان او اسلامي حرکت لپاره لوی چلنج دی.

غربي میډیا او په کور کښې د هغوی په پروګرام روان تلویوزیونونه، ورځپاڼې اونور ټول میډیايي ارګانونه لکه مچان پر همدې داغونو کښېني. په تېرو پنځلسو کلونو کښې چې  د اسلامي ارزښتنو پر ضد څومره شوی فعالیت دی، د حقانیت لپاره یې د دین په نوم د خرافاتو او بدعتونو د سوداګرو کړنې، د دلیل په بڼه وړاندې شوې دي. د فرخندې په قضیه کښې هم د همدوی لاس ښودل کیږي. او په سترګو وینو چې ظاهرا د قرآن د یوې حافظې مړینه، د اسلام، امام، عالم او قرآن پر ضد کارول کیږي.

د خرافاتو او بدعتونو د سوداګرو د کړنو منفي اغیزې د غرب پلوه مېډیا  او پروګرامونو په ګټه او د اسلام پر ضد دي. نو د دې کړنو د له مینځه وړلو لپاره باید له هر چا مخکې اسلامي حرکت فعالیت وکړي. که دا تور داغونه، پوه او هوښیار مسلمانان خپله له مینځه یو نه سي نو ډیر ژر به په افغانستان کښې، د عالم، امام، قرآن او حدیث پر ضد فعالیتونه لوی طرفداران پیدا کړي. چې بیا یې مخه نیول ناممکن کار دی.

اسلامي حرکت باید د فرخنده د پیښې څخه لوی درس واخلي او بې له دې چې د وهابیت له ټاپو وډار شي کوټلي ګامونه پورته کړي، د جوماتونو امامان را ټول او منظم کړي، او هغوي په دې پوه کړي چې د خرافاتو او بدعتونو سوداګر د دین لپاره څومره لوی خطر دی. که یوه منظم حرکت د ګډوډو خرافاتیانو له ټاپو څخه په ویره کښې شي نو د لویو کارونو تمه ترې نه شي کېدای. تر څو چې داخلي ستونزې حل نه شي د بهرنیو یرغلونو او دسیسو سره مبارزه به هیڅ لاس ته راوړنه و نه لري. تر څو چې دین له خرافاتو څخه پاک نه شي، جذابیت نه لري. د دین جذابه، ښایسته او ځلېدونکي څیره د خرافاتو د سوداګرو کړنو پټه کړې ده، د ټولنې لوی اکثریت دین ته د تعویذونو د سوداګرو له آدرسه ګوري

غربي کلتوري ښکیلاک او حتی د افغانستان دولت د خرافاتو په مقابل کښې هیڅ کله هم عکس العمل نه ښيي، ځکه چې د خرافاتو له مینځه وړل د دوی د پروژو د ناکامۍ لوی لامل دی. د یوه خرافاتي ملا یو ناوړه عمل بس دی چې دوی یې تر میاشتو میاشتو په داخلي او نړیواله میډیا کښې اسلام ته منسوب او ډنډوره کړي.  نو هر څه پاتې کیږي اسلامي حرکت ته.

له خرافاتي عیسویت څخه د خلاصون نتیجه بې دیني او سیکولرزیم و. د عثمانیانو وروستیو دورو کښې د خرافاتو بازار ګرم شوی و، د بدعتونو او خرافاتو سوداګر د دین نمایندګان ګرځېدلي و. دې مسئلې د ترکیې په سیکولر کېدو کښې لوی رول ولوباوه. که غواړو چې همدا مسئله په افغانستان کښې د مطلق سیکولریزم سبب نه شي نو باید ژر تر ژره لاس په کار شو.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *