په جلال اباد کې د نجم د ننګرهار او لغمان ولايتي اجتماع ترسره شوه

راپور: انس فدایی
د نجم د ختیځو ولایتونو (ننګرهار او لغمان) د اعضاؤ، ارکانو او همکارانو کلنۍ یوه ورځنۍ اجتماع د روان کال د حوت په ۱۸مه نیټه د ننګرهار ولایتی نظم په کوربه توبه او د پوهنتون حلقې په مرسته په جلال اباد کې ترسره شوه. نوموړی اجتماع سهار په ۸ بجو د انجینر خاکسار وقار په ویاندویې او د ننګرهار پوهنتون د ساحوي حلقې د مسؤل قاري محمد علیم له خوا په تلاوت سره پیل شوه.
د پروګرام په پیلیزه وینا کې د ننګرهار ولایتي نظم مسؤل ښاغلي قدرت الله جاهد د اجتماع ګډونوالو او د نجم مدیره هیئت غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: ددي غونډی څخه زمونږ هدف د نجم د کارونو او اداري مواردو سره اشنائې او د ۱۳۹۲ هـ ش کال لپاره پلان جوړونه ده.
د نهاد جوانان مسلمان افغانستان (نجم) رئیس دوکتور رحمت الله زاهد په خپلو خبروکې وویل چې د ډیر زیات د خوښۍ ځای دی چې مونږ په څرګند ډول د هغه نیالګی برکتونه ګورو کوم چې تیر کال په همدی میاشت کې مونږ د نجم په نامه کرلی وو، او مونږ په دې و توانیدلو چې د نجم د چتر اوسیوري لاندي ګڼ تعداد په دین مین ځوانان را خپل کړو.
استاد زیاته کړه چې نجم یو داسي اسلامي ټولګی دي چې د اسلام د صحیح پوهې په رڼا کې د ځوان نسل روزنه او تنظیم کوي، چې د ټولنیز اسلامي بدلون او ملي پرمختیا لپاره کارکوی او په افغانستان کې د نورو اسلامي حرکتونو خصوصا جمعیت اصلاح افغانستان سره نه یوازي دا چې هر راز همکاري او مرسته کوی بلکي د هغوی لاس او پښې دی.
د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړی او د ننګرهار اسلامي پوهنتون استاد شیرزاد عزیزي  د مثبت بدلون او د اسلام څخه د صحیح فهم په اړوند په زړه پوری تفصیلي درس د اجتماع ګډونوالو ته وړاندی کړ، استاد په خپلو خبرو کې وویل: زمونږ د ځوانانو جهود او هڅي باید د شعار پوري خلاصه نه وی بلکي د ځوانانو جهود او هڅې باید د انسانانو په تعمیر، د الله په دین باندي د خلکو د پوهولو او د اسلام لور ته د مسیر راګرځولو کې مصرف شي. استاد زیاته کړه چې په اوسنۍ نړۍ کې خلک د شعار پسی نه ځي بلکي د عمل پسی روانیږی نو مونږ باید داسي روزنه تر لاسه کړو چې د یو عملي مسلمان ځوان په څیر په ټولنه کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړو.
د نجم د کارونو او اداري مواردو سره د لا زیاتې اشنايۍ په خاطر د نجم د مدیره هیئت غړو له خوا د نجم د تربیت لایحه، مالي لایحه او د ۱۳۹۲ هـ ش کال پلان د غونډي برخوالو ته تشریح شو، چې په دی لړ کې د نجم د فرهنګي مسؤل احمد جاوید صالحي له لوری د نجم په لوایحو کې مسابقه ترسره شوه او همدارنګه د نجم د عامه فعالیتونو د مسؤل مدثر اسلامي لومړی د پلان جوړوني په اړوند مفصل درس وړاندی کړ او بیا یې د ۱۳۹۲ هـ ش کال عملي پلان توضیح کړ ، بیا امداد الله رحماني د اجتماع د ګډونوالو د خستګۍ رفع کولو لپاره په زړه پوري تفریحی برنامي وړاندي کړي.
د غرمنۍ د خوړلو او د جمعي د لمانځه د اداء کولو وروسته د اجتماع دوهمه برخه د نجم د تربیت مسؤل احمد ارشاد احرار په وينا پېل شوه چې د نجم تربیت لایحه تشریح يي کړه، ښاغلي احرار د تربیت د ارزښت په اړوند وویل چې تربیت د اسلامي حرکت د ملا د تیر حیثیت لري که په یو اسلامي حرکت کې تربیت نه وی هغه حرکت به خامخا فلج کیږي، هغه زیاته کړه چې نجم د هغه تغیری حرکت نوم دی چې په ټولنه کې داسی اساسي تغیر راوستل غواړي چې نتیجه یې دایمي وی او نجم په خپله ټولنه کې تمدني تغیر غواړي.
د نجم د مدیره هیئت غړي او د نجم د ارتباطاتو مسؤل حمزه مومن حکیمي په خپل وار د اداري مجلس او د راپور د ارزښت په اړوند مفصله خبره وکړه او همدارنګه د نجم مالي مسؤل انجینر ذبیح الله حلیم د مالي حساباتو او مالي ملاتړ پیدا کولو په اړوند تفصیلي خبره وکړه، حلیم صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې هیڅ یو کار د مادیاتو او مالي ملاتړ څخه بغیر مخکې نه ځي نو په همدي خاطر نجم هم خپل عواید د لاندي لارو لاسته د راوړي .
۱ـ د نجم د ارکانو او غړو د حق العضویتونو او دهغوي د ایضافي مرستو څخه
۲ـ د عامو خلکو زکات، عشر او صدقاتو څخه
۳ـ د ملي تجارانو او خیریه ټولنو بلا قید او شرط مرستو څخه
۴ـ د نجم د خپلو فعالیتونو له لاری
د اجتماع وروستي ویناوال د نجم عمومي رئیس دوکتور رحمت الله زاهد په خپلو خبرو کې وویل (مونږ د الله تعالی دین ته د الله بنده ګان رابولو او مونږ په دی ټولنه کې دمثبت بدلون راوستو هوډ کړي او دغه مثبت بدلون کیدای شي زمونږ په ژوند کې رانشي خو مونږ په دی کار باندي مکلف یو او خپله فریضه تر سره کوو). استاد د ختیځ نجومو ته په خطاب کې وویل چې دا امت زمونږ هلو ځلو او هوډ ته ضرورت لري نو راځۍ قوی هوډ وکړو تر څو ددی دردیدلي او کړیدلی امت د مثبت بدلون او د ملي پرمختیا لامل شو.
نوموړی یوه ورځنۍ اجتماع د مازدیګر په ۴ بجو د دوکتور رحمت الله زاهد په دعاء سره پای ته ورسید.

1 دیدگاه برای «په جلال اباد کې د نجم د ننګرهار او لغمان ولايتي اجتماع ترسره شوه»

  • نوامبر 21, 2017 در t 7:35 ق.ظ
    Permalink

    الله جل جلاله دې اجرونه درکړي

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *