په جلال اباد کې د سيد جمال الدين افغان کنفرانس جوړ شو

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د ۱۳۹۱ هـ ش کال د حوت په ۱۹مه نېټه د ماسپښين په ۲:۳۰ بجو په جلال اباد کې د ختیځ د نابغه او د اسلامي ويښتابه سرلاري سید جمال الدین افغان د ۱۱۶ تلین او د نجم د تأسیس د ورځې په مناسبت یو ستر کنفرانس جوړ کړ. کنفرانس د ډاکټر صاحب عبدالباري له خوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو پېل شو چې پیلیزه وینا يي د نجم رئيس دکتور رحمت الله زاهد وکړه. دکتور صاحب په خپلو خبرو کې وويل: د نجم د نورو هدفونو تر څنګ يو هدف دا دی چې خپلو تنکیو ځوانانو ته خپل ملي شخصیتونه او ارزښتونه وروپیژني او هغوی ته د خپل وطن مینه ورکړي او دې لور ته یې وهڅوي، چې له دغې شخصیتونو څخه یو هم سید جمال الدین افغان دی هغه سید چې ټولې نړی ته یي د اسلام پیغام ورساوه او مسلمانانو ته یي یو نوې هیله ورکړه او ددی لپاره یې ډیرې اصلاحي او اسلامی هلې ځلې وکړې.

د کنفرانس دويم ويناوال د جمعیت اصلاح ختيز زون مسؤل دکتور نجیب الله صالح هم خوښي څرګنده کړه چې په داسې یوه غونډه کې برخه اخلي چې په کې د ستر شخصيت سید جمال الدین افغان یادونه کیږي. دکتور صاحب وويل: سید سره دا فکر و چې ولې دې مسلمانان او اسلامي هیوادونه د استعمار تر ولکې لاندې وي، مسلمانان باید د نړۍ باداران وي او د هیڅ استعمار مستعمره نه وي ځکه چې اسلام خپل سیاسي، اقتصادي، شامل او کامل نظامونه لري. د دکتور صاحب له وینا وروسته د سلام خصوصي لېسې دبڼ ګلونو ته د ترانې لپاره بلنه ورکړل شوه. دوی په خپلو خوږو اوازونو یوه ملي او زړه راښکونکې ترانه واوروله چې اول دوه بیتونه یی پدې ډول وو:
کور د ننګیالیو قهرامانو یي تل دې وي، تل دې وي
ځاله د زمریو او بازانو یي تل دې وي ، تل دې وي

له ترانې وروسته د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد منګل شیرزاد ګډونوالو خپله وينا واوروله. نوموړي وويل: افغان سید جمال الدین د لومړي ځل لپاره د امیر شیر علي خان په وخت کې له هیواده د حج په بهانه د هند له لارې بهر کړل شو، خو سید د خپلې اسلامي وجیبې له مخې په هند کی هم کرار کېنناسته او اسلامي دعوت یی پیل کړ چې په همدې جریان کی یی هغه مشهوره وینا هم کړې ده: “ازادي اخیستل کیږي ورکول کیږی نه”. په هغه وخت کي هند د انګلستان مستعمره وه او هندوان ډیر ناهیلي شوي وو خو سید به ورته ډاډ ورکاوه او ورته ویل به يي چې که چیرې تاسې د چنګښو په شان اوازونه هم وکړی نو تاسې به د ګلادستون غوږونه وخورئ او ازادي به واخلئ. له دې ځايه هم د سید هغه مرال، جرأت او همت معلومیږي چې داسې ډاډ یي هندوانو ته ورکاوه.

د استاد منګل له وينا وروسته د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي محمد شریف رحماني ته بلنه ورکړل شوه چې خپله لنډه خبره ګډونوالو ته واوروي. هغه هم د سید په کارنامو او ژوند باندې رڼا واچوله او یادونه یي وکړه چې: د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې داسې رجال او برجسته خلک تیر شوي دي چې دا امت یي راویښ او ښې لارې ته سوق کړیدي او د نجات په لور یې هڅولی چې له دې جملې څخه یو هم علامه سید جمال الدین افغان دی چې دنړۍ ګوټ ګوټ ته یې د اسلام پیغام رسولی دی. نوموړی په ۱۳۰۰ هجري کال کی مصر ته ولاړ او هلته یي په خوځښت پیل وکړ چې زه به يي هم د مصر په ژوند لنډه رڼا واچوم. سيد د عروة الوثقی په نوم په مصر کې د لومړي ځل لپاره مجله چاپ کړه. هغه په مصر کې يو انجمن هم جوړ کړ او مسلمانانو ته یي دا پيغام ورساوه چې ترقي او مجد په قران کي دی، په جماعت پابندي، د فقراوو سره مرسته، د نصاراو سره بحث او د اسلام څخه دفاع، د غسو څخه ځان ساتنه، ساده خوراک کول زمونږ او ستاسې صفت وي. کله چې د دغې انجمن میاشتنی راپور وړاندې شو نو ډیرې لاسته راوړنې یي درلودې لکه: د ۱۵۰۰ کسانو عیادت شوی و، د ۵۰۰ غایب کسانو عیادت شوی و، ۱۲۰۰۰ غریبو خلکو سره مرسته شوې وه ، ۴۰۰ ښځینه فاحشو له زنا څخه توبه ویستلی وه، ۵۰۰ شتمنو خلکو وعده کړې وه چې د نصاراو او یهودو مال به نه اخلو او ۳۵ یهودیان او ۳۵ نصارا مسلمانان شوی ول.

د کنفرانس وروستی ويناوال د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شوری رئيس ښاغلی استاد نصیر احمد نویدي و چې هغه هم د علامه سید جمال الدین په اړه معلومات وړاندې کړ او ویي ویل: کله چې سید ژوند کاوه نو په هغه وخت کې درې عمده مرضونه موجود وو:
۱. استعمار یا بیروني قوتونه
۲. استبداد او ظلمونه
۳. خرافات او جهالت

سيد د پورته مرضونو لپاره حلونه وړاندې کړل:
۱. د مسلمانانو سیاسي مرکزیت بايد له منځه لاړ نشي او اسلامي هیوادونه بايد سره متحد شي
۲. اسلامي حکومتونه باید شورایي نظام ته غاړه کیږدي
۳. تعلیم او تربیه باید عامه شي

کنفرانس د مازيګر په ۴:۳۰ په دعا سره پای ته ورسيد. د يادولو وړ ده چې د کنفرانس د وياندويي ورور خاکسار وقار او تکړه وياند عرفان الله همدرد کوله او ورسره حمزه مؤمن حکيمي د شعار په برخه کې فعاله ونډه اخيستله.

1 دیدگاه برای «په جلال اباد کې د سيد جمال الدين افغان کنفرانس جوړ شو»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *