ننګرهار: نجم د (مرگ پر سیکولاریزم) » په نامه لاریون وکړ

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د “مرګ پر سيکولرېزم” په نامه لاريون ترسره کړ

جلال اباد، جمعه، د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ۱۴ مه- نجم دننګرهار څانګې د سيکولرېزم (لادنيت) او د مصر په مسلمان ولسمشر محمد مرسي د پوځي کودتا په خلاف لاريون ترسره کړ. لاريون د سهار په ۹ بجو د پښتونستان واټ څخه پيل او د تالاشۍ چوک پر لور وخوځيد او هلته د څه وخت لپاره تم شو. لاريون کوونکو د “مرګ پر سيکولرېزم”، “مرګ د مصر پر پوځ”، “مرګ پر پوځي کودتا چيانو”، “زنده محمد مرسي”، “زنده باد اخوان المسلمين” چغې وهلي او د مصر د منتخب ولسمشر د بيرته واک ته رسيدو غوښتنه يي کوله.

لاريون ته د نهاد جوانان مسلمان (نجم) ريس دکتور رحمت الله زاهد په خپلو خبرو کې وويل “مونږ په مصر کې د پوځي کودتا مخالفت کوو او د محمد مرسي د حکومت بېرته راتګ غوښتنه کوو.”

د جمعيت اصلاح د مرکزي شوری ريس ښاغلي استاد نصير احمد نويدي په خپلو خبرو کې وويل “نن د جمعيت اصلاح افغانستان او د هغې د ځوانانو څانګې (نجم) دا لاريون په دې خاطر جوړ کړی چې دې ملت ته وښايي چې مونږ يو او واحد امت يو، مونږ نه بېلېدونکي امت يو او قوت مو په يوځايوالي کې دی.”

د جمعيت اصلاح د ختيز زون مسؤل استاد عبدالرحيم صراف وويل چې “يوويشتمه پېړۍ د فرعونيانو او طاغوتيانو د شکست او ماتې پېړۍ ده، او دا د مسلمانانو او د اسلام د بري پيړۍ ده. مونږ هره کودتا او عسکري استعمار غندو او مونږ د افغانستان ولس د مصر د ولس سره اوږه په اوږه ولاړ يو”. لاريون په ۹:۴۵ بجو د مولوي صاحب مير عباس ګوهري په دعا پای ته ورسيد.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *