په کامه کې داسلامي روزنې دوره پای ته ورسیده

نهاد جوانان مسلمانان افغانستان (نجم) د کامې څانګې د لومړی ځل لپاره په کامه کې د اسلامي روزنې اوه ورځنۍ دوره ترسره کړه.
نوموړی دوره چې د سنبلې د میاشتې په دوهمه نیټه شروع شوی وه چې هره ورځ به د سهار ۹ بجو څخه تر ۱۱ بجو پوری د کامې ولسوالۍ د سنګر سرای په جامع جومات کې دوام درلود، د کامې ولسوالۍ ګڼ تعداد با احساسه ځوانانو ،زده کړیالانو او زده کوونکو په کی خورا مینه برخه اخیسته. په یاده دوره کې د قرانکریم، احادیث، سیرت النبی، اسلامې تاریخ، د اسلام دښمنه جریانونو پیژندنه،اسلامې ویښتابه او نور مهم درسونه د کامې اسلامي دارالعلوم د استادانو او همداراز د جمعیت اصلاح غړو له لورې د غونډې ګډونوالو ته وړاندی شول چې د ګډنوالو د ګرم استقبال سبب وګرځید.
نوموړی پرتمینه دوره د سنبلې د میاشتې په اتمه نیټه پای ته ورسیده چې د وروستۍ ورځی غونډه د نجم د کامې ساحوی حلقي مسؤل ډاکتر عبدالبصیر مهمند په ویاندویې او قاری صاحب په تلاوت پیل شوه، د غونډي د پای وینا او درس د جمعیت اصلاح ننګرهار ولایتی مسؤل استاد نعمت رسول نعمت یار له لوری د اسلامې ویښتابه تر عنوان لاندی د غونډې ګډونوالو ته وړاندی شوه، د غونډی په پای کې ګډونوالو د نجم کامې ساحوی حلقې څخه غوښتنه وکړه چې د کامی ولسوالۍ په بیلابیلو ساحو کې دا راز دوري جوړی شی تر څو ددې ولسوالې د باسواده ځوانانو د فکری مستوی د لوړلو باعث شی او تر څنګ یې ژمنه وکړه چې د نجم له لوري د ټولو برنامو ملاتړ به کوی او په خورا مینې سره به په کې برخه اخلی.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *