رسالت فرهنګي انجمن ناسته وکړه

د سنبلې د مياشتې په ۲۲مه د جمعې په ورځ مازیګر رسالت فرهنګي انجمن د خوشال خان سیمې په سید جمال الدین تالار کې میاشتنۍ ادبي غونډه وکړه.
غونډه، د هرې میاشتې په څیر، د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د فرهنګي څانګې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه او د انجمن غړو او د ادب نورو مینه والو پکې ګډون کړی وه.
غونډه په تلاوت پیل شوه او ورپسې د رسالت غړو اسدالله ریان، مدثر اسلامي او روح الله ساحل خپلې لیکنې ولوستې. بیا مشاعره پیل شوه او مسعود، خوښ، ریان، محمودي، طارق، ساحل او نورو شعرونه واورول. همدارنګه ریان او عزالدین قسام په ښکلي ترنم کې ترانې زمزمه کړې.
د غونډې وروستۍ برخه د مدثر اسلامي د نوې لیکنې (افغان میرمنې، ستونز او حل لارې) کره کتنې ته ځانګړې شوې وه. ورپسې د رسالت فرهنګي انجمن ادارې له ټولو ګډون کوونکو مننه وکړه او غونډه پای ته ورسیده.
د یادولو وړ ده، چې رسالت فرهنګي انجمن هره میاشت ادبي غونډې لري او د ادب ټول مینه وال کولی شي ګډون پکې وکړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *