ننګرهار کې کنفرانس: د اسرائیلو تاریخي جنایتونه او زمونږ مسؤلیت

ننګرهار کې د اسرائیلو تاریخې جنایتونه او زمونږ مسؤلیت تر عنوان لاندې کنفرانس ترسره شو.

یاذد کنفرانس د اسد پر ۱۵مه د چهارشنبې په ورځ د مازدیګر پر ۴ بجو د عبدالله عزام په ویاندویې او قاري عبدالله حامد په تلاوت سره پیل شو، چې د ننګرهار نجم ولایتې مسؤل انجینر انس صافی د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د نجم معرفي او د یاد کنفرانس د اهمیت په اړوند لنډه وینا وکړه.

د کنفرانس لومړی ویناول د امام ابو یوسف دارالعلوم استاد مولوی محمد نعیم جلیلي د یهودو تاریخچې په اړوند مفصله خبره وکړه، استاد په خپلو کې وویل چې:

یهود هغه قوم دی چې الله ورته ډیر نغمتونه ورکړی وو خو هغوی تر پخو لاندی یې کړل،د انبیاء علیهم السلام د تکذیب تر څنګ یې هغوی قتل هم کړل.

د کنفرانس دوهم ویناوال د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف د اسرائیلو پر جنایتونو او د هغوی پر پټو  معاهدو مفصله خبره وکړه، د کنفرانس وروستی ویناوال د نهاد جوانان مسلمان (نجم) رئیس دوکتور رحمت الله زاهد په هیواد او نړۍ کې د روان کړکیچ په اړوند د ځوانانو مسؤلیت تر عنوان لاندی ګډونوالو ته وینا واوروله. وروسته بیا د خوشحال مراد د نجم له خوا پر ۶مادو مشتمل پریکړه ولوستل شو چې ټولو ګډونوالو ته بدرګه کړ.

یاد کنفرانس چې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو به کې ګډون کړی وو د استاد شیرزاد عزیزی په دعاء سره پای ته ورسند.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *