پېښور نجم د دولسم صنف د فارغانو په وياړ غونډه وکړه

په پېښور کې د سلطان شهاب الدين غوري عالي ليسې د ١٣٩٣ هـ ش کال د دولسم صنف فارغانو په وياړ چې نن يې د آزموينې آخرنۍ ورځ وه پېښور نجم يوه شانداره غونډه وکړه. د تلاوت سعادت ورور طلحه نادر ته په برخه شو چې د تلاوت وروسته محترم استاد قاري شکر الله مخلص (په افغاني ټولنه کې د ځوانانو مسؤليتونه) تر عنوان لاندې مهمه موضوع د فارغانو په وړاندې تقديم کړه، استاد د خپلو خبرو په ترڅ کې ځوانان د اساسي مسؤليتونو ترڅنګ لوړو زده کړو ته تشويق کړل او د هغوى څخه يې غوښتنه وکړه چې لوړې زده کړې تر سره کړي تر څو خپلې افغاني او اسلامي ټولنې ته د ريښتوني خدمت مصدر وګرځي. د مخلص صاحب د خبرو وروسته د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د مالي څانګې عمومي مسؤل ورور انجينير عبدالواحد همت ته د نجم د معرفۍ لپاره بلنه ور کړل شوه، ښاغلي همت لمړى د دولسم صنف فارغينو ته د فراغت مبارکي وويله او د نجم په هکله يې مفصل معلومات وړاندې کړل. د غونډې دريم ويناوال د امام غزالي پوهنتون استازى وو، نوموړي د نجم د ځوانانو څخه مننه وکړه او خوښي يې څرګنده کړه چې نجم د ځوانانو د سالمې روزنې په برخه کې کار کوي. د غونډې په اخر کې د پېښور نجم مسؤل ورور امان الله کاکړ پېښور کې د نجم د فعاليتونو په هکله د ځوانانو سره معلومات شريک کړل او د غونډې په جوړولو کې يې د ليسې د ادارې څخه مننه وکړه او د دولسم صنف شاګردانو د فراغت په وياړ يې استادانو او شاګردانو ته مبارکي وويله، په غونډه کې د (١٥٠) په شاوخوا کې د ليسې شاګردانو برخه اخيستې وه او غونډه د قاري صاحب مخلص په دعا ويلو سره پاى ته ورسېده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *