نجم په پیښور کې یو ورځنی ورکشاپ وکړ

راپور: کامران ملک

پاکستان کې د نجم ساحوي دفتر د روان کال د فبروري په ۲۲مه د یکشنبې ورځ دې هیواد کې میشتو افغان نجومو ته د اجتماعي نظم په اړه یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.

ورکشاپ د نجم اسلام اباد د تربیت مسئول ښاغلي کمال الدین کمال په ویاندویي او د اسلام اباد جمعیت اصلاح ساحوي دفتر د تربیت مسئول قاري صیب عبدالودود په تلاوت پیل شو. ورپسې په پاکستان کې د جمعیت اصلاح ساحوي دفتر معاون ښاغلي مولوي شکر الله مخلص د قرآن په رڼا کې د نظم په اړه هر اړخیز درس وړاندې کړ.

ښاغلي مخلص وویل چې اسلام خپل پیروان د ژوند په هر دګر کې نظم ته هڅوي، که عبادات وي او که معاملات. ښه مثال یې لمونځ او روزه ده، چی لمونځ په په ورځ کی پنځه وخته په خپل وخت کې کیږي؛ روزه چی په کال کی یوه مشخصه میاشت نیول کیږي. هغه همدرانګه زیاته کړه دښمن د اسلام د کمزوري کولو په موخه منظم پلان باندی کار کوي، د هغوی په مقابل کې مسلمانان هم په منظم ډول باید د دعوت کارونه مخکې یوسي.

بیا د جمعیت اصلاح د پاکستان ساحوي دفتر د تربیت مسئول قاضي محمد حسن اسلامي د منظم اسلامي کار د ضرورت په موضوع خبره وکړه. ښاغلي اسلامي وویل اسلامي ټولنې باید هڅه وکړي چې خپل هیوادوال او ځوانان په یو چوکاټ کې منظم کړي او په ګډه د خپل دین او وطن د خیر لپاره کار وکړي. د هغه په وینا اسلامي ټولنې افراد د کوم فرد یا حزب او یا کوم ګوند لپاره نه روزي، بلکې هغوی رهبران او خلک د دې لپاره روزي چی خپل هیواد او دین ته خدمت وکړي او پدې لاره کې دا ټولنې له هیچا اجر نه غواړي، بلکی اجرونه الله سره دي.

استاذ همدارنګه زیاتوي په نظم کې خلک باید په خپلو مشرانو باور ولري او د هغوی اطاعت وکړي. په نظم کې هیچا ته په سپکه سترګه نه کتل کیږي او د هر چا قدر کیږي. دعوت او نظم په چا زور هم نه کوي که څوک یی منی نو هم یی کور ودان او که نه یی منی هم کور یې ودان.

د پروګرام دریم ویناوال په لاهور کې د جمعیت اصلاح غړی ډاکټر سید خالد راشد و چې په دعوتي کار کې د شخصیت جوړیدنې رول په اړه یې خبره وکړه. د راشد په وینا په تنظیمی کار کې د انسان د ټولو اړخونو لپاره کار کیږي چې د دوی ټول کارونه منظم شي او هغوی د ژوند د مشکلاتو نه وژغورل شي. موږ د خپلو، هیوادوالو، مسلمانانو او ټولو انسانانو خیر خواه یو، موږ غواړو ستر شخصیتونو وروزو. همد غه کار نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم کاوه، اصحابو کرامو ته به یې همیشه هیلې ورکولې. دوی به په مکه او مدینه کی وو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورته د قیصر او کسری د فتح کیدو زیری ورکاوه.

د غونډې په بله برخه کې په پراجیکټر باندې د نجم فعالیتونه د نجم پاکستان مسئول عبدالحی قانت لخوا وړاندی شوه. نوموړي د نجم کار کولو لایحه پاکستان کې میشتو افغانانو لپاره وړاندې کړه او ویې ویل چې موږ غواړو پاکستان کې صرف خپلو افغانانو وروڼو ته خدمات وړاندی کړو او هغوی ته خدمت وکړو. د دی تر څنګ زموږ زیات کوښش له افغانانو وروڼو سره په تعلیمي، فرهنګي او تربیتي اړخ کې مرسته کول دي.

وروسته د نجم لایحه د نجم پیښور مسئول محمد بلال خدمت لخوا ولوستل شوه. خدمت د نجم اداري لوایح تشریح کړل او بیا د فرهنګي برنامو تر څنګ د چای او ډوډی برنامه وشوه.

په پای کې کې ګډونوالو د نجم په هکله خپلی پوښتنې مطرح کړې او د نجم مسئول مناسب ځوابونه ورکړل. له دعا وروسته غونډه پای ته ورسیده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *