د سیرت ستوري سیالۍ ګټونکی اعلان شو

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) له خوا جوړه شوې د سیرت ستوري سیالۍ دوه سوه ګټونکو ته نن د کابل عیدګاه کې ګران بیه جایزې ورکړل شوې.

د سیالۍ لومړۍ جایزه سعودي عربستان ته د حج سفر، چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له خوا اعلان شوې وه؛ ورپسې لس ګونه لپ ټاپونه، موبایلونه، ټابلیټونه، موټر سایکل، بایسیکلونه او د کتابونې بستې وې.

د سیرت ستوري سیالۍ تیره جمعه، د حوت د میاشتې په ۱۵مه کابل کې وشوه، چې د کابل ښار او ولسوالیو له ۵ زره ډیرو هلکانو او نجونو پکې برخه اخیستې وه.

د نجم د عامه اړیکو مشر مدثر اسلامي په وینا د دې سیالۍ اصلي موخه په ځوانانو کې د دیني لارښوونو او په ځانګړي ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند د رسونو عامول دي.

د سیالۍ د ازموینې کمیټې مشر حمزه مومن حکیمي وویل، چې د پارچو د کتلو پروسه دومره رڼه او پټه وه، چې تر وروستۍ شیبې د کمیټې له غړو پرته هیڅ چا ته ګټونکی نه و معلوم.

یوې ګډون کوونکې مرسل د سیالۍ له پروسې خوښي څرګنده او کړه او د سیالۍ له مسئولینو یې مننه وکړه، چې هلکانو او نجونو ته د مطالعې او زده کړې زمینه برابروي.

نهاد جوانان مسلمان، افغانستان کې د ځوانانو تر ټولو اسلامي ټولنه ده، چې موخه یې د ځوان نسل داسې روزنه او تنظیم دی، چې په ټولنه کې د مثبت بدلون او ملي پرمختګ لامل شي.

نجم د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې د ځوانانو لپاره بیلا بیلې دیني، تعلیمي، فرهنګي، تفریحي، ورزشي او اجتماعي برنامې جوړوي، چې په لس ګونه زره ځوانانو پکې برخه اخلي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *